کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۷): د پښتنو د وتلو مشرانو خان عبدالغفار خان (باچاخان) او ولي خان د ځانګړې اوونۍ په یاد د لوی افغانستان تحریک له خوا په کابل کې يو ورځنی علمي او څېړنیز سمینار ترسره شو.
دغه سيمينار چې پرون په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو نړيوال مرکز کې جوړ شوى و، په کې ليکوالو، شاعرانو د پوهنتونو استادانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم غړي لیکوال او شاعر خان زمان کاکړ په انلاین بڼه وينا وکړه.
د لوی افغانستان تحریک مشر جمیل وقار د ياد سمینار پر اړتیا خبرې وکړې او د باچاخان د عدم تشدد مبارزې په ارزښت یې رڼا واچوله.
هغه د خپلواکۍ لاس ته راوړلو په برخه کې د عدم تشدد مبارزه يې وستایله او ويې ويل چې باچاخاني نظریه په حقیقت کې د لوی افغانستان د جوړېدو فکر او ایډیال و؛ ځکه خو باچاخان د خپل وصیت له مخې ازاد افغانستان په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند بیا افغان سیاستوال وننګول چې تر اوسه یوه سیاستوال هم د باچاخان په څېر مبارزه نه ده کړې، باچاخان د لوی افغانستان هرې سیمې ته تللی او درانه قومونه یې یووالي او یو موټیتوب ته رابللي او خپله مبارزه یې تر مرګه جاري وساتله.
ده زياته کړه: "د یوه داسې سیاستوال مبارزه د ستایلو ده چې له مرګ وروسته هم موږ ته د یووالي درس راکوي."
د امريکا د جان هاپکنیز پوهنتون پروفیسور کارټر مالکیشن د باچا خان او مارټین لوټر په همفکري په روانه پښتو علمي وینا وکړه او په خپلو خبرو کې د امریکا کورنۍ جګړې، په هغه کې د مارټین لوټر په هڅو او د عدم تشدد مبارزې کې د باچا خان په فعالیتونو خبرې وکړې.
نوموړي وویل باچا خان د افغانانو په څېر سرزوري ملت ته د عدم تشدد مبارزې لاره وښوده او د شومو دسیسو پر وړاندې باخبره وساتل.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر او د هېواد نامتو انځورګر حمدالله ارباب د باچاخان د حوصلې او د عدم تشدد مبارزه کې د مېرمنو ونډه او د ژوند ټولو چارو او مبارزه کې مېرمنو ته د ونډې ورکړې یې د خبرو محور جوړاوه.
د قومونو او قبایلو چارو وزارت پیغام د یاد وزارت د خپرونو ریيس وحیدالله خاورې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ او د لوی افغانستان له تحریک څخه یې په مننې وویل چې دا د هر افغان ملي مسوولیت دی چې د لرو بر د یووالي په برخه کې خپله هڅې ګړندۍ کړي.
هغه زياته که، د قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅه همدا ده چې د لرو بر د یووالي لپاره د لوی افغانستان مشاهیرو، سیاستوالو په مبارزو علمي سمینارونه جوړ کړي.
دى وايي، له لوی افغانستان تحریک سره په دغه ډول علمي او فرهنګي سمینارونو کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت ملګری او ملاتړی دی.
login or register a new account.