مزارشريف (پژواک، ۶ سلواغه ۹۷): په بلخ کې خبريالانو د هغو ادارو د خبرونو خپرولو د تحريم ګواښ کړی چې له رسنيو سره اطلاعات نه شريکوي.
د بلخ خبريالانو د سلواغې په ۶مه په مزارشريف کې د يوې اعتراضيه ناستې پر مهال وويل چې ۱۳۹۷ کال د بلخ خبريالانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې تر ټولو بد کال وو.
په شمال زون کې د خبريالانو د مصوونيت کمېټې مشر او په بلخ کې د اريانا نيوز مسوول بشير انصاري وويل چې د بلخ نږدې ټولې ادارې له رسنيو سره ښه چلند نه کوي.
نوموړي د بېلګې په ډول د بلخ د ګمرک، عامې روغتيا، مهاجرينو رياستونو او امنيې قوماندانۍ نومونه واخيستل چې خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې ناغېړي کوي.
هغه زياته کړه چې حکومتي ادارې حتی هغه موضوعات هم له خبريالانو سره نه شريکوي چې ورسره د دولت په اړه د خلکو په ذهن کې مثبت بدلون راځي.
انصاري همدا راز وايي، په ځينو مواردو کې د بلخ يو شمېر چارواکي هڅه کوي څو ځيني خبريالان هم سانسور کړي چې دا يو غير قانوني عمل دى.
هغه ګواښ وکړ، که حالت همداسې دوام وکړي نو رسنۍ مجبورېږي، څو هغه ادارې تحريم کړي چې خبريالانو ته د اطلاعاتو په ورکولو کې مرسته نه کوي.
بلخ کې د طلوع نيوز خبريال عارف موسوي هم نيوکه کوي چې د بلخ امنيتي ادارې ډېری وخت له رسنيو سره پر وخت معلومات نه شريکوي.
نوموړي د بېلګې په ډول د تېرې ورځې پېښې ته اشاره وکړه چې افغان پوليسو په مزارشريف کې د افغان- ترک ښوونځي کلابند کړي وو، خو په اړه يې خبريالانو ته معلومات نه ورکول کېدل.
موسوي زياتوي چې د يادې قضيې د خبري پوښښ لپاره ساحې ته ورغلی خو پوليسو حتی د مکتب په څو سوه مترۍ کې هم د تصوير اخيستو اجازه نه ده ورکړې.
نوموړی وايي چې د حکومتي ادارو دا ډول اقدامات د بيان ازادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي او زياتوي چې حکومت يې بايد مخه ونيسي.
په ورته وخت کې د بلخ سيمه ييز خبريالان بيا يو شمېر حکومتي ادارې تورنوي چې رسنيو سره توپيري چلند کوي.
بلخ کې د يوه سيمه ييز ټلويزيون مسوول مدير لطف الله رووفي پژواک ته وويل چې ډېری دولتي ادارې هغو رسنيو ته خبر ورکوي چې ډېرې مطرح وي او يا هم شخصي اړيکې ورسره ولري.
هغه زياتوي چې د دولتي ادارو دا ډول توپيري چلند به سبب شي چې سيمه ييزې رسنۍ رشد ونه کړي.
هغه د خبريالانو د ملاتړ له ټولنو او بلخ ولايت مقامه غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
په مزارشريف کې د نی يا له رسنيو د ملاتړ موسسې مشره مُبينه خيراندېش هم تاييدوي چې په وروستيو مياشتو کې د بلخ د خبريالانو ډېر شکايتونه ورته ور رسېدلي دي.
هغې زياته کړه چې د يادو ستونزو د حل په موخه د خبريالانو د استازو او د رسنيو د دفاع ټولنو په همغږۍ کمېټه جوړوي چې يادو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
هغې په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې د بيان ازادي د تېرې يوې نيمې لسيزې تر ټولو ستره لاسته راوړنه وه او حکومت نه بايد له دې موضوع سره سطحي چلند وکړي.
بل لور ته د بلخ د ولايت مقام چارواکو او مطبوعاتي دفتر په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









