منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غازي امان الله خان مقبره د ولسمشر په امر په خپله پخوانۍ بڼه رغول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۶ سلواغه ۹۷): په ننګرهار کې د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د هېواد د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان د مقبرې د بيارغولو کار پيل شوی چې مسوولين يې وايي، په خپله پخوانۍ بڼه رغول کېږي.

د بيارغونې دا لړۍ تېره اوونۍ پيل شوې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسوولين په وينا، د دغه ولايت د اوسېدونکو او فرهنګيانو په غوښتنه دغه لړۍ پيل شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم د سلواغې په ۶مه پژواک اژانس ته وويل، له ډېر وخته د دغه ولايت فرهنګي فعالانو، مدني ټولنو او اوسېدونکو د غازي امان الله خان د مقبرې د بيارغونې غوښتنه کوله چې دوی ياده موضوع له وزارت او له هغې لارې د ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريکه شوه.

د هغه په وينا، اوس د مزار ځينې برخې د ولسمشر په ځانګړي امر د چارو ادارې تر چتر لاندې د بنايي ادارې د مسلکي کار کوونکو او انجنيرانو له خوا جوړېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياتوي، د بيارغونې چارې به په درېيو مياشتو کې سرته ورسېږي او په پلان کې ده چې له هغه وروسته د مزار تر څنګ د يو لوی کتابتون او د غونډو د لوی تالار د جوړېدو چارې هم پيل شي.

د بنايي ادارې اړوند د غازي امان الله خان د مقبرې د رغوونکې ډلې مشر شکر توکلي پژواک ته وويل، له کلونو راهيسې د دغه تاريخي مزار رغولو ته هېڅ توجه نه وه شوې.

نوموړی وايي، شاوخوا پنځلس کاله وړاندې په غير مسلکي توګه د مزار ځينې برخې ترميم شوې وې؛ خو دا ځل به مزار په خپله پخوانۍ بڼه او له کوم تغيير پرته ورغول شي.

دی زياتوي، د تاريخي ځايونو اهميت په دې کې دی چې په خپله پخوانۍ بڼه ورغول شي.

حميدالله د تاريخي ځايونو د بيارغونې يو مسلکي استاد  او کارګر دی، نوموړی وايي خوښ دی چې د غازي امان الله خان د مقبرې د بيارغولو چانس او وياړ يې په برخه شوی دی.

دی وايي، دوی تر دې وړاندې د لوی افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا د مزار بيارغونې کارونه هم ترسره کړي دي.

تر دې څو ځلې وړاندې هم د شاه امان الله خان د مقبرې د رغولو په اړه چارواکو د پيل او يا هم د ډير ژر پيل ژمنې کړې وې چې بيا يې څرک نه ليدل کېده؛ خو مسئولين وایي، دا ځل عملاً کار پيل شوی او ډير ژر به مزار پخوانۍ بڼې ته وګرځول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور