کابل(پژواک، ۸ سلواغه ۹۷): په داسې حال کې چې د نی موسسه د سولې د خبرو هرکلی کوي، خو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې دغه بهیر باید په هېواد کې د رسنیو د فعالیت د محدودیت او د بیان ازادۍ د حق د ځینو برخو د لرې کېدو یا ځنډ لامل نه شي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د موسسې(نی) اجرايیوي رییس نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که څه هم سوله د خلکو غوښتنه او هیله ده او هغې ته د رسېدو لپاره له کلونو راهیسې قرباني ورکوي، خو د سولې په بهیر کې د خلکو د حقونو او ارزښتونو د نادیده ګڼلو په برخه کې اندېښنې موجودې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((حکومت او نړیواله ټولنه له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي، خو له بده مرغه تر اوسه دې غوښتنو او هڅو ته نه یو رسېدلي.))
هغه څرګنده کړه، «نی» د بیان ازادۍ او د خپلواکو رسنیو د حقونو راتلونکي ته اندېښنه لري او هېڅ بهیر باید د رسنیو د فعالیت د محدودیت لامل ونه ګرځي او د هېواد د تېرو ۱۷ کلونو تر ټولو سترې لاسته راوړنې باید له لاسه ور نه کړو.
د ده په خبره، نی اندېښنه لري چې د سولې د خبرو پایلې د بیان ازادۍ د ځنیو برخو د لرې کولو او ځنډ او یا محدودیت لامل نه شي.
د نی اجرايیوي رییس په ډاګه کړه چې رسنۍ باید د سولې خبرو له هغو جزيیاتو خبر شي چې د یادو لاسته راوړنو د زيانمن کېدو لامل نه کېږي.
نوموړي زیاته کړه: ((داسې ښکاري چې په وروستیو میاشتو کې د سولې خبرې د هېواد د ملاتړ کوونکو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا په لومړیتوبونو کې ځای لري.))
هغه زیاته کړه، نی د رسنیو او بیان ازادۍ د حق لپاره د عدالت غوښتنې د مخکښ بنسټ په صفت لازمه ګڼي چې د بیان ازادۍ ته د ساتنې وړ ارزښت په توګه د سولې خبرو په هر سند کې ځای ورکړل شي.
هغه وویل، نی باور لري چې که د سولې د خبرو په پای کې سوله یقیني شي د بیان د ازادۍ او د افغان ټولنې د رسنیو د ملاتړ او ساتنې لپاره باید ضمانت ورکړل شي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ موسسې (نی) په وړاندیزونو کې راغلي، د ورځپاڼه لیکونکو قاتلان او د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین باید د سولې په هېڅ تړون کې ونه بښل شي.
نی ټینګار کوي چې افغان حکومت او مقابل لوری یې باید دا حکم په پام کې ونیسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










