منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د “وياړلي” لس ټوکيز اثر مخکتنه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۵ کتنې

کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٧): د "وياړلي" اثر چې د نږدې شل زرو پښتنو ليکوالو، شاعرانو، فرهنګيانو او نورو پښتنو پېژندونکو ليکوالو د پېژندنې لارښود او تذکره دی، مخکتنه په کابل کې ترسره شوه.

د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه غونډه د افغانستان د علومو اکاډمي او ملي تحريک له خوا د اکاډمي په تالار کې نن (سه شنبه) جوړه شوې وه، چې په کې د علومو اکاډمۍ د پوهانو او څېړونکو تر څنګ د نورو پوهنتونونو استادان برخه اخيستې وه.

ده زياته کړه، "ویاړلي" اثر ډاکټر عبدالرؤف رفيقي ليکلى، لس ټوکه دى، ۴۶۲۸ مخونه لري او د پښتو د کابو ١٣٠٠ مېرمنو په ګډون ١٩٧٤٧ ليکوال په کې معرفي شوي او د ملي تحريک له خوا د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى دى.

د هغه په وينا، غونډې ته د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام د هغه د سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون له خوا ولوستل شو چې په کې د ډاکټر عبدالرووف رفيقي دغه هڅه ستايل شوې وه چې له خپل فرهنګ سره يې د لېونۍ مينې له لرلو امله ترسره کړې ده.

په پيغام کې زياته شوې وه: «زمونږ لیکوال باید د خپلې ژبې او ملت د پرمختګ په خاطر داسې علمي او ادبي اثار ولیکي، چې موخه يې د ملت د فکري او ذهني کچې لوړتیا وي.»

د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست رييس څېړنوال ډاکتر عبدالظاهر شکېب وويل چې دا کتاب د پښتنو لیکوالو تقریباً تذکره ده، لیکوال يې کابو دیارلس کاله پرې خولې تويې كړي او بالاخره يې له قبيلوي، جغرافیايي، مذهبي، زماني او سیاسي قیدونو پرته په کرونولوژیک ډول په لسو ټوکونو کې بشپړ کړی او مینه والو ته یې وړاندې کړی دی.

د ده په وينا، دا کتاب زموږ د مهذبتوب، فرهنګي توب، یووالي، متمدنتوب، مېړانې، سرښندنې، اکاډمیکتوب او دې ته ورته مسایلو ښه نماينده ګي کوي او هغه تور داغ چې ګواکې پښتانه نامهذبه او جنګپاله ولس دی زموږ له تندي لرې کوي. 

د ملي تحریک د فرهنګي چارو مسوول پوهاند ډاکټر محمداسماعيل يون د دې کتاب په چاپ کې د هغو مرسته کوونکو پانګوالو نومونه یاد کړل، چې د دې کتاب په چاپ کې يې مرسته کړې وه.

ده زیاته کړه، د رفیقي موخه دا ده چې په هغو هېوادونو چې جګړه روانه وي، هلته د دا ډول تذکرو ليکل دا ګټه لري، چې لږ تر لږ د شاعرانو او لیکوالو نوم او نښان ژوندی ساتل کېږي.

نوموړي په هېواد کې د کتاب د چاپ په اړه وويل، چې افغانستان کې په اټکليز ډول د پښتو او دري ژبو ۱۰۰۰ عنوانه کتابونه چاپيږي، په داسې حال کې چې په ایران کې ۶۲۰۰۰ او په امریکا کې د کال ۱۷۲۰۰۰ کتابونه چاپيږي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان پر فرهنګي ماستر پلان کار روان دی او ژر تر ژره به جوړ شي.

يون له علومو اکاډمي سره د لس عنوانه کتابونو د چاپولو د همکارۍ ژمنه وکړه.

څېړنوال سيد نظيم سيدي بيا په خپله لیکنه کې د رفيقي په کتاب باندې رڼا واچوله او کتاب ټولې ښېګڼې او کمزورۍ يې ګډونوالو ته ور په ګوته کړې.

څېړنوال وجيه الله شپون په خپله مقاله کې دغه لس ټوکيز اثر په بشپړ ډول راوسپاړه او د (ویاړلي) کتاب انګېزه يې د عربي کتاب الفهرست د لیکوال ابن ندیم څخه وباله.

غونډه د ولسمشر سلاکار پوهاند لال پاچا آزمون او پوهان اسماعیل یون په اختتامیه ویناوو پای ته ورسېده. دواړو سره د دې چې نوموړی کتاب يې ارزښمتمن وښوده، زیاته يې کړه چې په کتاب کې د نیمګړتیاوو د بیاځلي تکرار په موخه راتلونکو نورو ټوکونو کې له ډېر غور څخه کار واخیستل شي.

دوی وویل چې دا کار د یوې سترې ټولنې کار دی، چې په یوه سر تر شوی دی، له ډېرو ښېګڼو سره سره بیا هم په کار ده چې پرې کره کتنه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور