منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۶ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پر زرګونوکورنیو د چرګانو د روزنې اړوند کڅوړې وېشل شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٧): د کرنې وزارت وايي چې په درې ولایتونو کې پر شپږ نیم زره کورنیو د چرګانو د روزنې اړوند کڅوړې وېشل شوې دي.

له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۷ مالي کال کې د یوې پروژې په اډانه کې، یواځې د هېواد په درېيوو ولایتونو (کابل، لوګر او پروان) کې له شپږ زره او ۶۶۶ بېوزلو کورنیو سره د چرګانو روزنې د کورني فارمونو د جوړولو په برخه کې مرستې کړې دي.

سرچينه زياتوي، د شمېرو له مخې، د کرنې وزارت د کورني چرګانو د پراختیا پروژه په تېر یوه کال کې توانېدلې ده، چې د مرغدارۍ له لارې د شپږ زره او ۶۶۶ کورنیو اقتصاد ته وده ور کړي.

سرچينه کاږي، له دې پروګرام څخه هر یوه برخمن شوې کورنۍ د چرګانو د روزنې د کڅوړو په ترلاسه کولو سره، چې په کې ۱۵ دوه میاشتني چرګان، ۷۵ کیلوګرامه دانه، یوه دانه خوره، یوه اب خوره، دوه متره سیمي جالۍ، واکسین او د چرګانو اړوند درمل په کې شامل دي، توانېدلې دي چې د چرګانو واړه فارمونه په ښه ډول مدیريت کړي او دغو فارمونو ته وده ورکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د دغو شپږ زره او ۶۶۶ کورنیو فني او تخنیکي وړتیاوې لوړول او یادو کورنیو ته د چرګانو د روزنې اړوند په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکول هم ددغو کورنیو لپاره د دې پروژې ستر فعالیتونه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې د یادې پروژې له خوا د ترسره شویو کړنو په پایله کې د دې برنامې تر پوښښ لاندې کلیو څخه ۱۶ میلیونه هګۍ راټول شوې دي، چې یواځې د هګیو د پلور له لارې دغه کورنۍ هر یوه یې په منځنۍ کچه په میاشت کې ۱۸۰۰ افغانۍ عاید تر لاسه کړى دى.

سرچينه وايي، د دې پروژې برخمن شوي کسان د يادو شويو درې ولایتونو د ۱۱ ولسوالیو د ۱۳۵ کلیو کلیوالې مېرمنې دي او په دې ولایتونو کې د دې پروژې ټولیزه بودیجه ۹ میلیونه او ۵۳۳ زره او ۱۲۵ افغانۍ ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه