کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): فیفا د ښځو لپاره د ولسي جرګې ټاکنې له ستونزو ډکې بولي او وايي، دوه ګوني چلندونو، د ټاکنیزو سیالیو لپاره د زمینې نه برابرۍ او نامشروع غوښتنو ښځې پر ټاکنو بې باوره کړې دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) د ښځو او ځوانانو برخې مسوولې مریم اروين نن په کابل کې په ټاکنو کې د ښځو د سیاسي ګډون په اړه د دغه بنسټ د تازه معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال وویل، د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنې د امنیتي ګواښونو د موجودیت سربېره له مدیریتي او عملیاتي اړخه هم کمزورې وې.
هغې زیاته کړه، د د غه بنسټ تر لاسه شوي معلومات ښيي چې د۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې نارینه وو ته رامنځته شوې اسانتیاوې ښځو ته نه وې موجودې.
د اروین په باور، دا ډول چلندونو ښځې اندېښمنې کړې او د دېموکراتیکو بهیرونو په اړه یې د ښځو باور کم کړی دی. هغې زیاته کړه، د جوماتونو امامانو هم په ټاکنو کې د نوماندۍ یا رایې ورکوونکې په توګه د ښځو ګډون د شریعت خلاف بللی او دوی یې د منبرونو له لارې «شخصي ترور» کړې دي.
اروین بارکزۍ دې ته په اشاره چې په ټاکنو کې د رایو ورکوونکو په توګه د ښځو ګډون کم شوی وویل: ((د افغانستان په لومړنیو ټاکنو کې د ښځو ګډون ۴۱ سلنه ثبت شوی و، له هغه وروسته ۴۰ سلنه او ورپسې ۳۹ سلنې ته ورسېد او اوس د ښځو د ګډون سلنه ۳۳ ته راټيټه شوې ده.))
هغې وویل، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي چې د ټاکنو په بهیر کې په بې پرې توب له سرغړوونکو او درغلي کوونکو کارکوونکو سره قانوني چلند وکړي او د نوماندانو شکایتونو ته په وخت رسېدنه وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون رییسې سیما سمر د بیان ازادۍ نه لرل، د تګ راتګ د حق نه لرل، د ټولنیزې ازادۍ او د ټولنو یا ګوندونو د جوړېدو د حق نه لرل د ښځو عمده ستونزې وبللې او ویې ویل، له همدې امله ښځې له خپلو سیاسي حقونو ګټه نه شي اخیستلای.
نوموړي دې ته په اشاره چې د برابرۍ اصل د ټولنیز ژوند بنسټ دی وویل، د دېموکراتو او پرمختللو هېوادونو یو ځانګړنه د ښځو او نارینه وو تر منځ برابري او په تصمیم نیونه کې د ښځو ګډون دی.
هغې په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو مسایلو کې د ښځو ګډون مهم او بنسټیز وباله او زیاته یې کړه: ((که موږ په سیاسي مسایلو کې برخه وانخلو او یوازې په اقتصادي او ټولنیزو چارو بوخت وو موږ د یو شمېر هغو کسانو په غلامانو بدلېږو چې زموږ لپاره قانون جوړوي.))
login or register a new account.