مزار شريف ( پژواک، ۱۳سلواغه ۹۷) : له شبرغان ښار څخه د مزار شريف کود او برق فابريکې ته د لېږدونکي ګاز پايپ لاين، تېر ماښام بېرته ترميم او يادې فابريکې پر فعاليت پيل وکړ.
دغه نل ليکه نږدې پنځلس ورځې وړاندې د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرې شوې وه چې له امله يې د مزار د سرې او برېښنا توليدات ځنډېدلي وو.
تر دې مخکې؛افغان چارواکو ادعا کړې وه چې وسله وال طالبان د ياد پايپ لاين د رغولو او فابريکې ته د ګاز پرېښودو په بدل کې څلور ميليونه افغانۍ غواړي.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له مطبوعاتي دفتره د سلواغې په ۱۳مه، په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې هغه ساحه له طالبانو څخه ونيول شوه، چې د ګازو پايپ لاين په کې پرې شوی و.
سرچينې زياته کړې، د يادې سيمې له نيولو سره سم د افغان ګاز تصدۍ تخنيکي ټيم پرې شوی پايپ لاين بېرته ورغاوه، چې ورسره کود او برق فابريکې ته د اړتيا وړ ګاز ورسول شو.
شاهين قول اردو زياتوي، په دغو عملياتو کې يې لس طالبان هم وژلي دي.
په ورته وخت کې د کود او برق فابريکې رييس عبدالرحمن افغان پژواک ته تاييد کړه چې تېره شپه د يادې فابريکې د ګاز نل ليکه ترميم شوې ده .
نوموړي وويل،له بېګاه شپې راهيسې کود او برق فابريکې ته د اړتيا وړ ګاز د رسولو بهير په عادي ډول پيل شوى دى.
نوموړي وويل، فابريکې نن بېرته خپل توليدات په پخواني ډول پيل کړي دي.
هغه له امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې دغه ستونزه يې حل کړه او همداراز يې له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه چې د ټولګټو پروژو له تخريب څخه دې ډډه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن