لښکرګاه(پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۷): په هلمندکې د شاوخوا اته سوه زرو مثمر او غير مثمرو نيالګيو د ايښودلو لړۍ پيل شوه.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو وويل، په پام کې ده چې سږکال د سلو زرو په شاوخوا کې مثمر او غير مثمر نيالګي د دوى د رياست له لوري په بېلابېلو سيموکې کېښودل شي.
هغه وايي: ((پاتې اووه سوه زره نور د خصوصي سکتور له لوري کېنول کېږي چې ٧٥سلنه بوديجه يې د حکومت د باغدارۍ ملي پروګرام له خوا ورکول کېږي.))
د نوموړي په وينا، دغه اووه سوه زره نيالګي ټول مثمر دي چې له مخې به يې په ولسواليو کې اته زره باغونه هم جوړ شي.
دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې د اته سوه زرو نيالګيو په ايښودو سره به له يوې خوا سيمه شنه او پاکه شي او له بل پلوه به د کروندګرو اقتصاد هم ورسره ډېر ښه شي.
ياسين خان وايي چې دغو ونو ته د اوبو رسولو په برخه کې يې له وزارت سره خبرې کړي او هغوى هم ورسره په دې برخه کې د اسانتياوو برابرولو ژمنه کړې ده.
نوموړي د هلمند پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د نيالګيو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره جدي همکاري وکړي.
همدارنګه د مرکز لښکرګاه د بولان سيمې يو تن کروندګر نورنګ خان وويل چې د کوکنارو د کر ښه بديل، په باغونو کې د مثمرو ونو ايښودل دي.
هغه زياته کړه: ((که هرکال له کروندګرو سره د ونو او اصلاح شويو تخمونو په برخو کې مرستې وشي، هم به د دهقان اقتصاد ښه شي او هم به د کوکنارو د کر مخه ونيول شي.))
دغه راز يو بل بڼوال عبدالمنان پژواک ته وويل چې هرکال د حکومت له لوري نيالګي وېشل کېږي او ايښودل کېږي.
خو دى وايي: ((دغه ونې بيا ثمر ته هم رسېږي، خو د حاصلاتو د خرڅلاو لپاره يې بيا هېڅ بازار نشته چې ددې برخې لپاره هم بايد کار وشي.))
د يادونې ده چې تېرکال هم د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د سلو زرو په شاوخوا کې مثمر او غير مثمر نيالګي ايښودل شوي وو، خو د اړوند ادارو او خلکو د نه پاملرنې له امله ډېر يې له منځه تللي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










