منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۵ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې سږکال ۲،۱ ميليون نيالګي ايښودل کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۷):د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، سږکال به د دغه ولايت د زرغونتيا لپاره په شخصي او دولتي امکاناتو شاوخوا ۲،۱ ميليون نيالګي کېښودل شي.

چارواکو دا څرګندونې د سلواغې په ۱۵مه د ننګرهار ولايت مقام کې د نیالګي ايښودلو د پسرلني کمپاين د پيل په مراسمو کې وکړې.

په دغو مراسمو کې د ننګرهار والي ډاډ ورکړ چې دا ځل به د نيالګيو دايښودلو ترڅنګ د هغو ساتنې ته هم پوره پاملرنه کېږي.

مخکې کلونو کې هم ننګرهار کې هر ځل همداسې په ميليونونو نيالګي ايښودل شوي؛ خو د نه پاملرنې له امله يې د زرغونتيا څرک نه تر سترګو کېږي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست عبدالوارث تاند وويل، سږکال دغه ولايت کې د کرنې رياست،شخصي شرکتونو، موسساتو او فارمونو له لوري ۲،۱ ميليون نيالګي روزل شوي دي.

دی وايي، دغو نيالګيو کې ۱۶۸زره يې د کرنې رياست له لوري توليد شوي، په عامه ځايونو او ادارو کې به په وړيا ډول کېښودل شي او نور يې ځينې د موسساتو په همکارۍ باغ لرونکو ته ورکول کېږي او ځينې يې خلک په خپلو امکاناتو اخلي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو نيالګيو کې ميوه لرونکي او بې مېوې بوټي شامل دي، پر ننګرهار سربېره به د ختيځ درېيو نورو ولايتونو کونړ، لغمان او نورستان ته هم ولېږدول شي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات ډاډ ورکړ چې دا ځل به د نيالګيو کمپاين تر پخوا ډېر توپير ولري او هغه چاته به هېڅ نيالګی ورنه کړل شي چې تېر کلونه ورکړل شوي و او ساتنه يې ترې نه ده کړې.

د نوموړي په وينا، دا ځل لومړيتوب هغه چاته ورکول کېږي چې تېر کې د ورکړل شويو نیالګيو ښه ساتنه يې کړې ده.

والي وايي، ننګرهار کې يې د نیالګيو ايښودلو کمپاين “ يو نيالګی د ځان لپاره، يو نيالګی د افغانستان لپاره“ تر عنوان لاندې پيل کړی او پر ټولو هېوادوالو او ځانګړې توګه ننګريار مېشتو يې په دغه کمپاين کې د برخې اخيستو غږ وکړ.

عام خلک په دې باور دي چې د خلکو او حکومت نه پاملرنه هر کال د نیالګيو په کر مصرف شوې ميليونونه پيسې بې ځايه ځي او که د حکومت ترڅنګ ورته عام خلک هم پاملرنه وکړي؛ نو نيالګي به هرو مرو حاصل ته ورسېږي.

د جلال اباد ښار د غلام حيدر خان د بڼ باغوان فتح الله وايي، د سړکونو پر غاړو ايښودل شوي نيالګي د خلکو او ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله هر کال له منځه ځي.

دی وایي، په کورونو، باغونو او نورو هغو ځايونو کې نيالګي هر وخت ښه ثمر ته رسيږي چې پاملرنه ورته کيږي؛ خو د سړک غاړې په نيالګيو مصرف کېږي او ثمر ته نه رسېږي.

د زراعتي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د نيالګيو ايښودل او ساتنه يې نه يوازې دا چې اقتصادي ګټې لري، بلکې د انسان د روغتیا او هوا پاکوالي کې هم ډېر ګټور تمامېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه