کابل (پژواک،١٥ سلواغه ٩٧): د چارو یو شمېر پوهان له جرمونو څخه د شکایت تر څنګ کورنیو چارو وزارت ته د نوماند وزیر په ور پېژندو کې پر ځنډ نیوکه کوي او ددغه ځنډ لامل د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرايیه ریاست تر منځ اختلاف بولي.
امرالله صالح د روان کال د مرغومي په دویمه د ولسمشر د فرمان په اساس د کورنیو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکل شو، خو له ۲۷ ورځنۍ دندې وروسته د ولسمشر غني له ټاکنیز ټېم سره یو ځای او د نوموړي لومړی مرستیال و ټاکل شو او د وزارت له دندې یې استعفا ورکړه.
همدا اوس د دغه وزارت کاري چارې د ملي امنیت مشاور حمدالله محب پر مخ وړي.
د امنیتي او سیاسي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، په اوسنیو شرایطو کې د کورنیو چارو وزارت پست ته په کتو باید د دغه وزارت لپاره د نوماند وزیر په معرفۍ کې حتی یوه ورځ ځنډ نه واى شوی.
نوموړي وویل، د اجرایيه رییس او ولسمشر تر منځ د ۵۰ ـ ۵۰ حکومتي وېش یو ناسم اېښودل شوی بنسټ دی او د ارګ او سپېدار ماڼۍ تر منځ د اختلاف له امله د کورنیو چارو وزارت په ګډون یو شمېر وزارتونه لکه د بهرنیو چارو وزارت د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
طاقت زیاته کړه، په دې وروستیو کې د ولسمشر او اجرايیه رییس تر منځ اختلاف اوج ته رسېدلی چې له امله یې د امنیتي ادارو په سر کې مسلکي کسان پر دنده نه ګومارل کېږي او امنیت د هرې ورځې په تېرېدو خرابېږي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استادې شهلا فرید د کورنیو چارو وزارت د نوماند وزیر د معرفۍ د ځنډ په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((له بده مرغه د ولسمشر او اجرایيه رییس تر منځ د اختلاف له امله دوی نه دي توانېدلي چې امنیتي ارګانونو ته مسلکي کسان معرفي کړي، زیاتره وخت دغه ارګانونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، لکه څرنګه چې لیدل کېږي د ټاکنیزو ټکټونو له معرفي کېدو وروسته د ولسمشر او اجرايیه رییس تر منځ اختلافات زیات شوي دي.))
هغه زیاته کړه، په هېواد کې روانو حساسو شرایطو، ناامنۍ او د جرمونو زیاتېدو ته په کتو د کورنیو چارو، بهرنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست په سر کې باید بې طرفه او په کار پوه کسان پر دنده وګومارل شي ځکه خلک د جرمونو او ناامنۍ له زیاتېدو څخه په تنګ شوي.))
دغه راز د سیاسي چارو کار پوه محمد حسن حقیار وویل: ((د کورنیو چارو وزیر نه معرفي کول د ولسمشر او اجرایيه رییس بې کفایتي څرګندوي او د دوی تر منځ تل د نوماند وزیرانو د معرفۍ پر سر اختلاف موجود وي او دغه اختلافونه د ټاکنیزو ټکټونو له معرفي کېدو وروسته زیات شوي دي.))
د ده په خبره، د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوماند وزیر په معرفۍ کې داسې مهال ځنډ روان دی چې په افغانستان په ځانګړې توګه کابل ښار کې اختطاف، له کورونو غلا، جیب وهنه او نورو جرمونو خلک ستړي کړي دي.
هغه زیاته کړه: ((که د کورنیو چارو وزارت په سر کې مسلکي، بې طرفه او قاطع وزیر موجود وي په دې اندازه جرمونه به نه وو.))
یادې درې سرچینې وايي، ولسمشر او اجرايیه ریاست باید له اختلافونو تېرشي او د کورنیو چارو وزارت لپاره یو مسلکي او وړ کس د نوماند وزیر په توګه معرفي کړي.
د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وویل: ((تر کومې چې زه معلومات لرم د ولسمشر او اجرايیه رییس تر منځ اختلاف موجود دی چې دا یو ناروا کار دی.))
د ده په خبره، یاد دوه چارواکي باید خپل اختلافونه پرېږدي د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر معرفي کړي، ځکه اوسني جنګي وضعیت، د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو او له طالبانو سره د سولې مسالې ته په کتو باید ژر تر ژره کورنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر معرفي شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پژواک ته وویل: ((د نوي نوماند وزیر تر معرفي کېدو به محب صیب (د ملي امنیت مشارو حمدالله محب) د کورنیو چارو وزارت چارې سمبالوي او ستونزه نشته.))
نوموړي د ولسمشر او اجرايیه رییس تر منځ د اختلاف په اړه وویل: ((تر اوسه چې نوماند وزیر معرفي شوی نه دی اختلافات له کومه شي؟ تاسو له اجرایيه ریاسته وپوښتئ چې ایا اختلافونه موجود دي کنه؟))
پژواک خبري اژانس په دې وروستیو کې څو ځله د کورنیو چارو وزارت ته د نوماند وزیر پر سر د اجرايیه ریاست او ولسمشر تر منځ د اختلاف موضوع د اجرايیه ریاست له مطبوعاتي ریاست سره شریکه کړې ده.
یاد دفتر هر ځل وايي چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره به له خبرو وروسته په دې اړه معلومات ورکړي، خو نن یې وویل، ټاکل شوې اجرايیه رییس په دې اړه یوې خبري ناستې ته معلومات ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










