منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کتاب لوستنې کمپاين پيل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۶ سلواغه ۹۷): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لورې د دغه ولايت د فرهنګي ټولنو په ملاتړ د کتاب لوستنې يا مطالعې فرهنګ د رواجېدو په موخه کمپاين پيل شو.

د مسولينو په وينا د کمپاین لومړۍ غونډه د (راشئ ولولئ) تر عنوان لاندې د سلواغې په  ۱۶مه د جلال اباد ښار په عيدګاه جومات کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په عامه کتابتون کې ترسره شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وويل، د دغه رياست په نوښت  راشئ ولولئ عامه کتابتون کې د کتاب لوستنې فرهنګ د دوديدلو پرانيسته د يوې غونډې په ترڅ کې وشوه ، چې پکې ګڼ شمير فرهنګيانو برخه اخيستې وه .

د صميم په وينا، په ياد کتابتون کې په زرګونه ټوکه کتابونه موجود دي چې زيات شمير يې تحقيقي دي او دا به له محصلينو او لوستو ځوانانو سره په علمي څيړنو کې مرسته وکړي .

هغه زياته کړه، ننګرهار کې د کتاب لوستنې فرهنګ له منځه تلو په حال کې دی او دا ډول کمپاينونه او د ځوانانو تشويق کولی شي، چې ځوانان بېرته د کتاب له مطالعې سره اشنا کړي.

ننګرهار ميشتې فرهنګيان د دې ولايت  د تير تاريخي برم ، چې د علم او ادب زانګو په نوم يې شهرت درلود  د بيا را ژوندي کيدلو لپاره د راشئ ولولئ عامه کتابتون کې د کتاب لوستنې فرهنګ د دوديدلو د پرانستې هرکلی کوي .

د دوی له ډلې ليکوال او ژورنالېست شيرشاه همدرد وويل، دا کتابتون د موقعيت له نظره هم په ښه او مناسب ځای کې دی او ډيری ځوانان د چکر او ساعت تيرۍ لپاره ورته راځي .

د ننګرهار د اطلاعاتو و فرهنګ رياست چارواکي وايې، له دې وروسته به يې هڅه داوي چې د عامه کتابتونونو د جوړولو لړۍ تر ولسواليو وغځوي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور