منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۶ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې د نيالګيو ايښودلو او کورنيو توليداتو نندارتون پرانيستل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲۰ سلواغه ۹۷): په لغمان کې کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې او د نيالګيو ايښودلو په موخه پنځه ورځنی نندارتون پرانستل شو.

ياد نندارتون د سلواغې په ۲۰مه د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د والي محمد اصف ننګ او څو نورو مسوولينو په موجوديت کې پيل شو چې د ځايي مسوولينو له لوري ورته د سرسبزۍ د جشن نوم ورکړل شو.

په يادو مراسمو کې د لغمان والي وويل، له ياد جشن څخه يې موخه دا ده چې ولسونه دې ته وهڅيږي تر څو په خپلو سيمو کې د لغمان د لا سمسورتيا په موخه نیالګي کېږدي.

نوموړي دغه راز د کورنيو توليداتو جوړ شوي نندارتون په تړاو وويل چې د دغه نندارتون په مرسته به د لغمان کورنيو توليداتو ته بازار موندنه وشي.

د کرنې او مالدارۍ د ریيس محمد جميل خوشحال د معلوماتو له مخې، په ننني پروګرام کې دوی دوه برخې په پلان کې نيولي دي، لومړۍ برخه يې د سرسبزۍ او دوهمه برخه يې د خوراکي او غير خوراکي توکو نندارتون ته وړاندې کول دي.

نوموړي وويل، پلان لري چې سږکال د دې ولايت په ۶۳۰ جريبه ځمکه کې باغونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه، په دې باغدارۍ کې به دهقانانو ته دوه ډوله د مېوو ونې ورکړي، يو ډول يې د سخت زړو په نوم، چې پنځوس سلنه لګښت يې د دهقان په غاړه او پاتې مصرف يې دوی ورکوي او بل ډول يې د سيتروس په نوم، چې ۲۵ سلنه لګښت يې به يې دهقان ورکوي او پاتې مصرف يې دوی ورکوي.

هغه وایي، پلان لري چې سږکال له شل زرو څخه زيات زينتي، ځنګلي او د ګلاب بوټي په عامه ځايونو کې کېږدي.

نوموړي وويل، دوهمه برخه يې نندارتون ته ځانګړې کړې، چې په کې يو شمېر خوراکي او غير خوراکي توکي خلکو ته د نندارې په موخه وړاندې کړل، چې ياده نندارتون به پنځه ورځې د خلکو په مخ خلاص وي تر څو د خپلې استفادې وړ توکي ترې ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، له دې کاره يې موخه خلکو ته د داخلي توليداتو پېژندل او د دې ولايت د خلکو اقتصادي پرمختګ دی.

دغه راز په دې کرنيز نندارتون کې ننګ بېلا بېلې غرفې وکتلې او د نندارتون جوړوونکي شرکتونه یې وهڅول ترڅو لا په دې برخه کې کار وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه