کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۷): د افغانستان د اسلامي دولت د لومړي رییس حضرت صبغت الله مجددي د جنازې مراسم نن له غرمې مخکې د دولتي چارواکو، سیاسي او جهادي شخصیتونو او بهرنیو مېلمنو په موجودیت کې په ارګ کې ترسره شول.
د جنازې لمونځ یې له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې د ولسمشر غني، اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش، د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني، د کابینې د یو شمېر غړو، د ملي شورا غړو، جهادي قوماندانانو، د مجددي د کورنۍ د غړو او په کابل کې د سیاسي او دیپلوماتیک دفتر د استازو په حضور کې په ارګ کې ترسره شول.
د حضرت صبغت الله مجددي تابوت په ارګ کې له جنازې وروسته خاور ته د سپارولو په موخه د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د (عاشقان و عارفان) سیمې ته انتقال شو.
د افغانستان د اسلامي دولت رییس او د نجات ملي ګوند مشر د دوشنبې په شپه د ۹۳ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.
صبغت الله مجددي په ۱۳۰۵ هـ ش کال په کابل کې په یوه روڼ انده کورنۍ کې پیدا او په ۱۹۴۸ کال یې قاهرې ته تر سفر وروسته د مصر په الازهر پوهنتون کې زده کړې پیل کړې.
هغه په عربي، پښتو، دري، اردو او انګلسي ژبو حاکم و.
نوموړی د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې له کودتا وروسته چې د پخواني شوروي پلوى خلق دېموکرات ګوند په کې واک ته ورسېد پاکستان ته هجرت وکړ او د افغانستان د نجات ملي جبهې له جوړېدو وروسته یې د کابل دولت پر خلاف سیاسي او وسله واله مبارزه پیل کړه.
په ۱۳۶۸ او ۱۳۶۹ کلونو کې چې په پاکستان کې د مجاهدینو په جلا وطنۍ کې حکومت جوړ شو، صبغت الله مجددي یې د افغانستان د اسلامي دولت د رییس په توګه و ټاکل شو.
نوموړی د مجاهدینو له بریا وروسته د ۱۳۷۱ هجري کال په پسرلي کې د دوو میاشتو لپاره د موقت حکومت رییس پاتې شو او دولت یې په رسمي ډول د نجیب الله د حکومت له لومړي وزیر فضل الحق خالقیار څخه تر لاسه کړ.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د بن له بهیر سره یو ځای شو او ددغه هېواد په بېلا بېلو سیاسي تعاملاتو کې یې فعاله ونډه درلود.
مجددي په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان د اساسي قانون د لویې جرګې د رییس په توګه، په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د سولې ټينګښت د کمېسیون د رییس او یوه دوره یې د مشرانو جرګې د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
login or register a new account.