جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): د لومړني افغان فیلسوف، سیاستوال، لیکوال او شاعر دوکتور سید بهاوالدین مجروح د یو دېرشم تلین په مناسبت پع ننګرهار کې يو ورځنی سيمينار جوړ شو.
دغه سيمينار چې د ختيځ ادبي بهير په کوربه توب جوړ شوی و، په کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د پوهنتون استادانو، ليکوالانو، شاعرانو او مينه والو ګډون کړی و.
د کنفرانس يو شمېر ګډونوالو د ارواښاد مجروح د ژوند په اړه خبرې وکړې او د پوهنتو يو شمېر استادانو او اديبانو يې په اړه خپلې ليکلې مقالې هم ولوستلې.
د ختيځ ادبي بهير مشر ضياء الدين همت مل وويل چې له دغه کنفرانس يې موخه د ارواښاد د ياد تازه کول او د هغه د ژوند په تړاو ځوان کهول ته د معلوماتو ورکړه ده.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، نوموړی د افغانستان لومړی فيلسوف ياد کړ او يادونه يې وکړه محروح د خپل وخت پر يو ښه سياستمدار او فلسفي سربېره ليکوال او شاعر هم پاتې شوی دی.
هغه د ارواښاد مجروح فلسفي ليکنو ته په اشارې وويل چې هغه يو لوی فکر دی او غځونې ته يې کار په کار دی.
ليکوال او منتقد محمد اصف صميم په خپلو خبرو کې د ارواښاد مجروح د ليکلو اثارو په اړه خبرې وکړې چې په وينا يې تر لسو ډېر کتابونه او سلګونه مقالې يې ليکلې دي.
هغه زياته کړه: ((اژدهای خودي په څلورو ټوکونو کې هغه کتاب دی چې ښاغلي بهاءالدین مجروح په کټ پروت حالت کې لیکلی دی. دا کتاب که څه د شکل په لحاظ هم نثر دی اما د سیرت په لحاظ ټول یو رنګین کلام دی او د طبعیت یوه رنګینه نقاشي ده.))
د پوهاند مجروح صاحب یو ورځني سیمينار ته د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنوال محمد ابراهیم همکار، لیکوال او ژورنالېست جاوېد مسرور او د کابل پوهنتون استاد ضیاالرحمن حسرت هم خپلې لیکلې مقالې واورولې.
سيد بهاء الدين مجروح د ليکوال او شاعر ارواښاد سيد شمس الدين مجروح زوی دی چې په کال ۱۳۰۶ کې د کونړ ولايت خاص کونړ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
هغه په فلسفه کې د ليسانس تر کچې زده کړې کړې او بېلابلې دندې یې ترسره کړې دي چې له هغې ډلې یې د کاپيسا ولایت، د پوهنتون استاد او په مونیخ کې د افغانستان فرهنګي اتشه د یادولو وړ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










