منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لاریون کوونکي: د هلمند د پوهنې ریاست چارو کې دې لاسوهنې نه کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): د هلمند سلګونو اوسېدونکو د هغو کسانو پر ضد لاريون وکړ چې د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنې کوي او غواړي په خپله خوښه تغیيرات راولي.

يادو کسانو وروسته له هغه نن لاريون وکړ چې ځينو کسانو د پوهنې رييس د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

يوه لاريون کوونکي او قومي مشر عبدالصمد خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې يو شمېر کسان د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنې کوي او غواړي په خپله خوښه تغیيرات په کې راولي.

هغه وايي: ((اوس يې د پوهنې د نوي رييس داود شاه صفاري شا نيولې څو له دندې يې لرې کړي، په داسې حال کې چې صفاري په لږ وخت کې ډېر مثبت تغیيرات راوستلي دي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي عبدالرشيد وويل، دوى نور چا ته اجازه نه ورکوي څو د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنې وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((په تېرو ١٨ کلونو کې يو شمېر ښوونځي بند و، خو همدغه رييس وکولاى شول چې هغه ښوونځي پرانيزي، نور موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې د پوهنې په چارو کې لاسوهنې وکړي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د هلمند د پوهنې ریيس داود شاه صفاري پژواک ته وويل چې هغو کسانو د ده پر وړاندې مخالفت پيل کړى چې يا يې له دندو لرې کړي او يا يې هم د پوهنې رياست اړوندې ځمکې غصب کړې او ده يې پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.

نوموړي د چا نوم ياد نه کړ خو و يې ويل: ((د دغو کسانو تر شا يو شمېر زورواکي ولاړ دي.))

صفاري غوښتنه وکړه چې د پوهنې بهير پر وړاندې بايد هېڅ ډول ستونزې جوړې نه شي، څو دوى وکولاى شي په سمه توګه خپلې چارې پر مخ بوځي.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم څو ځلې په هلمند کې د پوهنې رياست پر سر ستونزې او مخالفتونه را پيدا شوي دي.​

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه