ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکو له پوهنې رياست سره د ۷۲ جريبه ځمکې مرسته کړې

د پکتيا اوسېدونکو له پوهنې رياست سره د ۷۲ جريبه ځمکې مرسته کړې

author avatar
18 Feb 2019 - 16:18
د پکتيا اوسېدونکو له پوهنې رياست سره د ۷۲ جريبه ځمکې مرسته کړې
author avatar
18 Feb 2019 - 16:18

ګردېز (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧):د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له دې رياست سره د خلکو له خوا په ولسي مرستو کې څرګند زياتوالی راغلی او په بېلابېلو برخو کې يې ور سره مرستې کړې دي.

د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې لړ کې خلکو په روان لمريز کال کې په مرکز او ولسواليو کې له دې ادارې سره د شاوخوا شپېته ميليونه افغانيو په ارزښت د ښوونځيو لپاره د ځمکې وړيا او ۲۴ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

ځاځی زياتوي چې له دې ډلې يې په ځينو ځمکو د ښوونځيو جوړولو کار پيل شوی او په پاتې نورو به راتلونکی کال د ښوونځيو جوړولو چارې پيل شي.

دی وايي: ((د ۱۳۹۷ تعليمي کال په جريان کې د پکتيا د مېړني ولس له خوا له معارف سره د ۷۲ جريبه ځمکې په حدودو کې وړيا مرسته کړې، تاسو ته بهتره معلومه ده چې پکتيا د څو ولسواليو په استثنا غرنی ولايت دی او ځمکې کمې دي، خو خلکو د ښوونځيو لپاره زياته فداکاري کړې، چې موږ د ورځې په نرخ محاسبه کړې، دا ځمکې د ۶۰ ميليونه افغانيو په اندازه ارزښت لري.))

ځاځی وايي چې راتلونکی کال په پکتيا کې څلوېښت ښوونځيو ته د ودانيو جوړېدو چارې بشپړيږي، چې د ځينو يې د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او د ځينو نورو به د نوي کال په پيل کې چارې پيل شي.

نوموړی دپوهنې کيفيت په اړه شته نيوکې او نيمګړتياوې مني او وايي چې د ښوونيز بهير د ښه والي لپاره يې هڅې پيل کړې او د ښوونځيو د دې ودانيو له جوړېدو سره به په تعليمي کيفيت هم مثبت اغېز ولري.

ده وويل:((هغه څه به سره وايو چې د هغه لپاره موږ بوديجوي تعهد ولرو، راتلونکی کال به ټول څلوېښت ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي، په ۱۳۹۸ کال کې له بېلابېلو لارو مکمل د کيفيت لپاره کار کوو.))

بل خوا د پکتيا اوسېدونکي په پوهنې وزارت نيوکه کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکو له پوهنيز بهير سره په بېلابېلو برخو کې زياته همکاري کړې، خو په بدل کې يې دې وزارت او اړوندو ادارو ياد ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي يوسف حنيف پژواک ته وويل چې اوسمهال هم د اسانتياوو د کموالي له امله د زده کړو کيفيت خورا ټيټ او په ښوونځيو کې لابراتوارونه، د عملي زده کړو ځينې وسايل، درسي کتابونه او کمپيوټر خونې نشته دي.

حنيف وايي:((د پکتيا خلکو له پوهنې رياست سره په مختلفو وختونو کې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي، ښوونځيو ته يې ودانۍ جوړې کړې، نغدې پيسې يې ورکړې، بند ښوونځي يې خلاص کړي، خو بالمقابل مرکزي ادارې د پکتيا له پوهنيز بهير سره هېڅ هم نه دي کړي.))

د ګردېز اړوند د باغشاه لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی عصمت الله تسکين وايي، د کمپيوټر خونو، کتابونو او اړوندو اسانتياوو د نه شتون له امله د دولتي ښوونځيو په پرتله د خصوصي لېسو تعليمي کيفيت لوړ دی او پر همدې اساس زيات خلک لېوال دي چې خپل اولادونه يادو ښوونځيو کې شامل کړي.

تسکين پژواک ته وويل:((په عصري علومو او ټولو ځايونو کې انګليسي، کمپيوټر، درسي کتابونو او ځينو نورو شيانو ته ډېر زيات ضرورت دی، خو هغه ضرورت چې موږ لرو، نه دی رفع شوی؛ ځکه چې موږ عملي زده کړې نه لرو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.