مزار شريف (پژواک، ۲٩سلواغه، ۹۷): د بلخ ولايت کوچيان وايي، ۸۰ سلنه څرځايونه يې د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوي چې ورسره يې مالداري هم ۶۰ سلنه راکمه شوې ده.
دوی زياتوي، په دې برخه کې يې څو ځله له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې؛ خو په وينا يې چې حکومتي چارواکو د يادې ستونزې د حل برخه کې تر اوسه هېڅ ډول عملي اقدامات نه دي کړي.
د رسمي معلوماتو له مخې، دمګړۍ په بلخ ولايت کې شاوخوا ۲۲ زره کورنۍ کوچيان ژوند کوي، چې خپل ژوند د مالدارۍ له لارې پر مخ بيايي.
د بلخ د کوچيانو رييس غلام فاروق عبيدي پژواک خبري اژانس سره مرکه کې وويل، چې د کوچيانو ډېری څرځايونه او مېنې د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ياد زورواکي له خپل زور او ټوپک څخه په استفادې په لرې پرتو سيمو کې عمومي مالچرونه نيولي او کروندې يې پرې کرلې دي.
نوموړي وويل: (( بلخ کې د صدمېش په نوم يوه لويه دښته ده، چې له ډېر پخوا راهيسې د کوچيانو مېنې په کې ودانې وې او خپل مالونه به يې په کې څرول؛ خو له بده مرغه وروستيو کلونو کې يو کوچی هم زړه نه ښه کوي، چې هلته ورشي؛ ځکه يادې سيمې اوس له ټوپکوالو سره دي.))
عبيدي وويل، چې د څرځايونو د غصب په تړاو هره ورځ ورته د کوچيانو سرخېلان مراجعه کوي او د مرستې غوښتنه کوي.
د هغه په وينا، دوی يادې ستونزې له مرکزي ادارې سره شريکې کړي؛ خو زياته يې کړه چې څوځله يې د دغو ستونزو د حل په موخه ژمنې کېږي؛ خو لا هم نه دي عملي شوي.
د بلخ د کوچيانو رييس دا هم وويل، چې ياد زورواکي قوي ملاتړ لري او له همدې ملاتړ څخه په استفادې د خلکو عامه شتمني او د کوچيانو مالچرونه غصبوي.
د چمتال ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل حاجي محمد امين پژواک ته وويل، چې د پخوا کلونو په پرتله يې مالداري نږدې ۶۰ سلنه راکمه شوې ده.
نوموړی وايي، چې له يوې خوا وچکالۍ ځپلي دي او له بلې خوا يې څرځايونه غصب شوي چې له امله يې مالداري هم راکمه شوې ده.
هغه زياته کړه: (( يو شمېر ټوپکوال راځي، له څرځايونو څخه زمونږ څاروي شړي، وسله يې لاس کې ده، که يې خبر ونه منو، حتی ژوند مو په خطر کې لوېږي، موږ هم مجبوره يو چې لار ترې چپه کړو. اوس کيسه دې ته را رسېدلې، چې نور څرځايونه هم په ختمېدو دي.))
نوموړي وويل، چې کوچيان له يادو وسله والو څخه ډېر په عذاب دي او که يې حکومت ستونزې حل نه کړي؛ نو مجبور دي خپلې سيمې د تل لپاره پرېږدي.
د کوچيانو دغه سرخېل يو شمېر نامسوول وسله وال پېژني، چې د سيمه ييزو زورواکو له خوا يې ملاتړ کېږي؛ خو نوم يې ځکه نه شي اخيستلای، چې پر خپل ژوند وېرېږي.
هغه وويل: (( ښه يې پېژنم، چې دغه ټوپکوال د يو څو مشخصو کړيو له خوا حمايه کېږي، نومونه يې هم راته معلوم دي؛ خو له وېرې يې نوم نه شم اخيستی، ځکه دا امکان لري، چې بيا هم حتی ژوند ته هم ګواښ پېښ کړي، دا خلک ډېر بېرحمه دي.))
نوموړي وويل، چې هرې دولتي ادارې ته مراجعه کوي؛ خو هېڅوک ورسره مرسته نه کوي.
بلخ کې د کوچيانو يوه بل سرخېل حاجي مولاداد هم شکايت کوي، چې وروستيو نا امنيو يې مالدارۍ ته زيانونه اړولي دي.
هغه پژواک ته وويل، چې د څر ځايونو د غصب تر څنګ يې د تېرو دوو کلونو وچکالۍ هم د مالدارۍ پر وضعيت منفي اغېز کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر سيمه ييز زورواکي د عشر او زکات په نوم څاروي هم ورنه بيايي، چې دوی يې پر وړاندې غږ نه شي پورته کولای.
د کوچيانو دغه سرخېل زياته کړه: (( کاش چې يواځې د غصب موضوع وای، د پسرلي موسم کې يو ځل راته طالبان راځي او د عشر او زکات په نوم څاروي رانه بيايي او بيا سيمه ييز نامسوول وسله وال راځي او د زکات په نوم څاروي رانه وړي، له دغه حالت څخه ډېر ستړي شوي يو.))
هغه نيوکه کوي، چې د بلخ اداره ورسره د مور او ميرې چلند کوي.
حاجي مولا داد وويل، چې څو ځله يې د بلخ سيمه ييزو ادارو سره خپلې ستونزې شريکې کړي؛ خو په وينا يې چې هېچا يې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.
شمال زون کې د کوچيانو د سراسري شورا رييس سيد محمد حريق پژواک ته وويل، چې د بلخ په ګډون په ټولو شمالي ولايتونو کې د کوچيانو د ژوند د بهبود لپاره هېڅ ډول کار نه دی شوی.
هغه زياته کړه، چې لا هم د کوچيانو څرځايونه د سيمه ييزو زرواکو له خوا غصب کېږي؛ خو هېڅ څوک نشته چې مخنيوی يې وکړي.
حريق د مالچرونو د غصب تر څنګ د کوچيانو لپاره د تعليمي او روغتيايي اسانتياوو نشتون هم د اندېښنې وړ وباله.
هغه زياته کړه: (( سره له دې چې د کوچيانو ستونزو ته د رسېدو لپاره لوی رياست موجود دی؛ خو بيا هم ورځ تر بلې د دغه قشر ستونزې زياتېږي، مالچرونه يې د زورواکو له خوا نيول کېږي او ډېرو وړو ستونزو ته يې هم رسيدګي نه کېږي.))
نوموړي ګواښ وکړ، که د کوچيانو ستونزو ته رسيدګي ونه شي؛ نو ورسره به مالداري راکمه شي، چې بيا به يې په وينا ټول زيان د افغانستان اقتصاد ته ورسېږي.
د بلخ سيمه ييز چارواکي هم وايي چې د کوچيانو د څرځايونو د غصب او نورو ستونزو په تړاو معلومات لري.
د اړوندې موضوع په اړه د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې په لرې پرتو سيمو کې د کوچيانو د څرځايونو د غصب په تړاو ورته شکايتونه رسېدلي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې تړاو د بلخ ولايت مقام ټولو ولسوالانو ته لارښوونه کړې چې د کوچيانو د څرځايونو د غصب مخه ونيسي.
فرهاد زياتوي چې د بلخ سيمه ييزه اداره د کوچيانو ستونزو ته د رسېدو برخه کې ژمنه ده او په دې اړوند يې يو شمېر چارې هم ترسره کړې دي.
هغه د څرځايونو غصب د ټول هېواد په کچه يوه لويه ستونزه وبلله او زياته يې کړه چې دوی هڅه کوي؛ څو په بلخ کې د مېشتو کوچيانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د يادونې ده چې د بلخ ترڅنګ د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم کوچيان شکايت کوي چې څرځايونه يې د سيمه ييزو زرواکانو له خوا غصبيږي خو حکومت يې په اړه اقدام نه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










