کابل (پژواک ٥ کب ٩٧): يوه باوري حکومتي سرچينه وايي چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتي ټيم په غړو کې بدلون راځي.
د روان کال د ليندۍ مياشتې په لومړيو کې ولسمشر غني اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د دفتر د رئيس سلام رحيمي په مشرۍ يې له طالبانو سره د مذکراتو لپاره ١٢ کسيزه ډله جوړه کړې ده. دغه راز يو بل مشورتي بورډ يې هم جوړ کړى چې يادې ډلې ته به سلا مشورې ورکوي.
تر دې وروسته، ولسمشر د ليندۍ په شلمه نېټه د فرمان له مخې، د سولې پروسې د عالي مشورتي بورډ او د سولې خبرو اترو د ټيم غړي وټاکل شول. په فرمان کې راغلي و چې د سولې بهیر د عالي مشورتي بورډ او د دولت د خبرو اترو ټیم، د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د ملي هوکړې رامنځته کېدو په هدف له جهادي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره له مشورو او بحثونو وروسته جوړ شوى دى.
يوه اونۍ وړاندې (د سلواغې ٢٩مه) د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وويل چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا استازي زلمي خليلزاد ترمنځ ناسته کې پر يوه نوي ميکانيزم چې د سولې بهير به مخ ته وړي، هوکړه وشوه.
خو نن (يکشنبه د کب ٥مه) يوې باوري حکومتي سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني له سياسي ګوندونو سره د مذاکراتي ټيم په اړه خبرې پيل کړې دي.
ده زياته کړه، ولسمشر له دوى سره د مذاکراتي ټيم د غړو او ميکانيزم په اړه مشورې کوي چې د دې اونۍ په پاى کې به د مذاکرې د نوي ټيم د غړو او د مذاکرې د ټيم پر جوړښت توافق وشي. ولسمشر غني تېره شپه د مخکيني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او د مشورو لړۍ پيل شوې ده.
د هغه په وينا، حکومت په پام کې لري چې په دې نوي مذاکراتي ټيم او جوړښت کې د افغانستان هغه سياسيون چې د ١٩٩٢ کلونو په جګړو او سياست ښکېل وو او د ٢٠٠١ کال څخه وروسته د نوي نسل استازي، شامل کړي.
دى وايي: "د امکان په صورت کې که چېرته له طالبانو سره مستقيم مذاکرات پيلېږي، کېداى شي دا نوى جوړښت او غړي يې د مشورتي جرګې له جوړېدو مخکې اعلان شي او که تر هغه وخته اړتيا ونه ليدل شي، حکومت به د سولې د مذاکراتي ټيم د جوړښت ميکانيزم او د غړو په اړه يې د جرګې مشوره هم واخلي او وروسته تر هغه به په ډاګه شي."
سرچينه زياتوي، هغه مهال چې د مذاکراتي ټيم غړي اعلان شول، نو په هماغه وخت کې ويل شوي و چې د ټيم شمېر او د ټيم د غړو نومونه د ضرورت په وخت کې ښايي بدل شي، نو اوس د سياسيونو د غوښتنې او د اړتيا له مخې په دې ټيم کې بدلون راځي.
تمه ده چې د سولې په اړه مشورتي لويه جرګه د روانې کب مياشتې په وروستيو ورځو کې ترسره شي.
په دې وروستيو څو مياشتو کې د سولې په برخه کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په افغانستان کې د سولې د راوستو په موخه له طالبانو سره څو ځلي کتلي او ټاکل شوې چې سبا (دوشنبه) په قطر کې يو ځل بيا سره وګوري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










