منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان صادراتي توکو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې هند ته استول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

 

زرنج (پژواک، ٥ کب ٩٧): نن د نیمروز له زرنج ښاره د ولسمشر په حضور کې د افغانستان صادراتي توکو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې هند ته استول کېږي.

د نیمروز ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر نن پژواک خبري اژانس ته وویل، په نن په دې اړه نیول شوو مراسمو کې به د چابهار هوکړه لیک د درېیو غړو هېوادونو (افغانستان، ایران او هند) چارواکي او د سیمې هېوادونو سفیران ګډون ولري.

هغه وویل: ((ټاکل شوې ده چې نن ۵۷۰ ټنه توکي چې ۲۰۰ ټنه مۍ او ۳۷۰ ټنه د ننګرهار ولایت شوکاڼي په کې شامل دي، په ۲۳ کانټینرونو کې له سیستم څخه تېر او چابهار ته انتقال شي.))

د ده په خبره، د صادراتي توکو یادې محمولې د حکمت میوند نړیوال ترانسپورټي شرکت له خوا لېږدول کېږي.

سرچینې زیاته کړه چې دغه صادراتي توکي به د چابهار بندر له لارې د هند نیوا، شیوا او مندرای بندرونو ته صادر شي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه توکي به په ایران کې د چابهار ورځې (۲۶ فبروري/ ۷ کب) له را رسېدو سره سم چابهار بندر ته ورسېږي او په ځانګړو مراسمو به یې هرکلی وشي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال په ډاګه کړه چې په زرنج ښار کې به د ولسمشر په شتون، د افغاني تولیداتو لومړی کاروان چابهار ته حرکت وکړي.

د کریمزي ګروپ رییس محمد رحیم کریمزي چې ۳۷۰ ټنه شوکاڼي هندوستان ته لېږي، پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، هغه خوښ دی چې د افغانستان صادراتو ته نوې دروازه خلاصه شوه.

نوموړي زیاته کړه، مخکې د افغانستان شوکاڼي اسیايي، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادرېدل خو دا لومړی ځل دی چې د چابهار بندر له لارې هندوستان ته صادرېږي.

کریمزی وايي: ((هڅه کوو چې د هېواد په کیفیت شوکاڼي نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړو څو د افغانستان نوم روښانه کړو.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد