منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د “خدايي خدمتګار يو ستراتېژيک غوراوى” اثر مخکتنه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کابل (پژواک ٥ کب ٩٧): د "خدايي خدمتګار يو ستراتېژيک غوراوى" تر سرليک لاندې د کتاب مخکتنه د افغانستان په علومو اکاډمي کې ترسره شوه.

د علومو اکاډمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ١٧٠ مخيز کتاب احمدالله ارچيوال ليکلى او د مخکتنې غونډه يې نن د لسګونو پوهانو، څېړونکو، د ولسي جرګې غړو، دولتي چارواکو، فرهنګيانو او د علم او پوهې مينه والو په ګډون جوړه شوه.

د علومو اکاډمي سرپرست رييس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب په پرانيسته وينا کې وويل، خدايي خدمتګار د عدم تشدد د نظريې پر بنسټ ولاړ يو تحريک دى چې بنسټګر يې نوميالى پښتون مشر او سياستوال خان عبدالغفار خان و چې په فخر افغان باچا خان مشهور و.

ده زياته کړه، باچا خان په ١٩٢٢م کال د "انجمن اصلاح افاغنه" په نوم د يوه تنظيم بنسټ کېښود چې ليکوالان، دانشمندان، اديبان، شاعران، د کليو او قبيلو مشران او ځوانان، روښانفکران او عام خلک په کې شامل وو.

د هغه په وينا، "خدايي خدمتګار يو ستراتېژيک غوراوى" کتاب چې د خدايي خدمتګارو د تحريک پر بېلابېلو اړخونو علمي څېړنه ده او دا خبره په کې په دلايلو او شواهدو ثابته شوې چې د خدايي خدمتګار تحريک يو ستراتېژيک انتخاب و. دا اثر د خدايي خدمتګار د تحريک په پېژندلو کې هم يو غنيمت اثر دى او علمي – اکاډميک حيثيت لري چې هره خبره يې په سند، مأخذ او حواله باندې ولاړه ده.

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار اسدالله غضنفر وويل، د يو ښه کتاب ځانګړنه دا ده چې خبرې يې تيت و پرک نه وي، سره تړلې وي او بل دا چې خپلې زمانې او وخت ته پيغامونه لري، چې د ارچيوال دغه او نور اثار دغه دواړه خصوصيتونه لري.

د ده په خبره، دغه کتاب له لويه سره له تاريخ سره تعلق لري، ارچيوال چې د فکر څښتن دى، د خپل وطن په تاريخ کې يې داسې موضوع انتخاب کړې چې د ده د زمانې د خلکو ستونزو ته ځواب وايي.

دى وايي، اوس چې د اتوم زمانه ده په دې زمانه کې چې څوک د عدم تشدد اواز نه پورته کوي، هغه به يا مست وي يا لېونى.

په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام د دې وزارت وياند محمد صابر مومند ولوست چې په کې راغلي: "خوښ يو چې نن د عدم تشدد د فلسفې د سرلاري او خدايي خدمتګار د نهضت بنسټ ايښودونکي خان عبدالغفار خان د مبارزې او افکارو په تړاو د ستراتېژيکې څېړنې کتاب مخکتنه کېږي."

په پيغام کې زياته شوې چې د باچا خان افکار او مبارزې لار نورو څېړنو او تحقيق ته اړتيا لري، څو ځوان نسل ته د دې لويې معنوي هستۍ د مبارزې محور او تګلاره روښانه شي.

د کتاب ليکوال احمدالله ارچيوال د غونډې په پاى کې له ګډونوالو څخه د مننې په کولو سره د خپل کتاب په اړه خبرې وکړې.

د اکاډمي د غړي اصف احمدزي د معلوماتو له مخې، په دې علمي ناسته کې نورو ويناوالو استاد حبيب الله رفيع، د علومو اکاډمي سلاکار اکاډميسين سليمان لايق، د علومو اکاډمي د سيمه ييزو څېړنو د مرکز رييس څېړنوال رفيع الله نيازي، د کوچيانو چارو د سمون لوى رياست مشر استاد حبيب الرحمن، په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي انجنير کمال ساپي، د ننګرهار پخواني والي سليم خان کندوزي او فرهنګپال اول الرحمن رودوال د ياد شوي کتاب او د خدايي خدمتګارو د تحريک په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ده په خبره، په دې ناسته کې ياد شوى اثر پرانيستل شو او بيا پر ټولو ګډونوالو ووېشل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور