خوست ښار (پژواک، ۸ کب ۹۷): په خوست کې د "زرغون خوست" په نوم د نيالګيو ايښودلو درې ورځنى کمپاين پيل شو.
دغه کمپاين نن (د کب ۸مه) د خوست ښاروالۍ له خوا پيل شو او په دې اړه مراسم د ښار لوېديځ لور ته د تفريحي غونډۍ پر سر جوړ شوي وو.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د دغه ولايت پر ملکي او پوځي چارواکو سربېره ځوانانو، مدني فعالانو او سندرغاړي جاويد اميرخېل هم ګډون کړی و.
د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزي وويل چې سږ کال به د ښاروالۍ له لوري د دغه ولايت په مرکز او څو نورو سيمو کې شاوخوا ۳۰زره نوي نيالګي کېښودل شي.
دی وايي: ((د زرغون خوست مېله چې هر کال د ښاروالۍ له خوا نمانځل کېږي، په ترڅ کې يې هر کال د تفريح ترڅنګ زرګونه نوي نيالګي په بېلابېلو سيمو کې ايښودل کيږي.))
خو د دغه ولايت يو شمېر دولتي چارواکي او عام خلک د نيالګيو ايښودلو دغه کمپاين ته په نمايشي سترګه ګوري او وايي چې د نيالګيو ساتنې او پالنې ته هيڅ پاملرنه نه کېږي.
د خوست د چاپېريال ساتنې ادارې رييس حکمت الله دليل پژواک خبري اژانس ته وويل، لکه څه ډول چې د نيالګيو ايښودلو دوديزه مېله په ښه خوند ترسره کوي، په هماغه ډول د نيالګيو ساتنې او پالنې برخې ته هم بايد ښاروالي سمه پاملرنه وکړي.
هغه زياتوي: ((هر کال د خوست ښاروالۍ له خوا په دې تفريحي غونډۍ کې زرګونه نيالګي ايښودل کېږي، خو د نه پاملرنې په صورت کې له نيمايي زيات يې له منځه ځي، که څه هم ښاروالي په دې برخه کې پوره امکانات هم لري.))
د خوست والي محمد حليم فدايي هم له اړوندو مسوولينو په ټينګار سره وغوښتل، ټول هغه نيالګي چې سږ کال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ايښودل کېږي، ساتنې او پالنې ته دې يې ځانګړې پاملرنه وکړي.
دى وايي: ((له ايښودلو نه مهم د دې ساتل او پالل دي، کم بوټي دې وکرو، خو سم دې وساتو. زه د کليو د پراختيا له وزير نه مننه کوم چې دې ځای کې يې د اوبو اسانتيا You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن