لښکرګاه (پژواک، ٨ کب ۹۷): په هلمندکې يوشمېر ښځې وايي چې د ښځو د لاسي صنايعو او اقتصادي ودې په موخه بايد د ښځينه وو ځانګړي مارکېټ هرڅه ژر فعاله شي.
شاوخوا درې کاله وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په څلور نيم سوه زره امريکايي ډالرو د ښځو لپاره يو ځانګړى مارکېټ جوړ شو، خو تر اوسه نه دى فعاله شوى.
په دې اړه د لښکرګاه ښار اوسېدونکې فاطمې د کب په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځايي مسوولينو د نه پاملرنې له امله د ښځو ځانګړى مارکېټ تر اوسه نه دى فعاله شوى.
هغې زياته کړه: ((زه په کور کې لاسي توکي جوړوم، که دغه مارکېټ فعاله شي، نو ما سره او زما په شان ډېرو نورو سره د بازار موندنې په برخه کې مرسته کوي.))
دغه راز يوې بلې مېرمنې راضيه اکبري پژواک ته وويل: ((زه د غاښونو ډاکټره يم، که چېرې دغه مارکېټ فعاله شي، نو زه حاضره يم چې د ښځو لپاره د غاښونو يو ځانګړى کلينيک په همدې مارکېټ کې فعاله کړم.))
په ورته وخت کې مدني فعالې فريدې پژواک ته وويل چې د دغه مارکېټ په فعاله کېدو سره به يو شمېر هغه ښځې هم د کار کولو لپاره زړه ښه کړي چې دا مهال په کورونو کې ناستې دي.
دې ټينګار وکړ چې اړوندې ادارې بايد هرڅه ژر د دغه مارکېټ د فعاله کېدو لپاره اقدام وکړي.
يو شمېر نورو ښځو هم ورته څرګندونې وکړې.
د يادې موضوع په اړه د هلمند د ښځو چارو رييسې وجيهه رسولي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې يې د ياد مارکېټ د فعاله کېدو لپاره اړينې هلې ځلې پيل کړې دي.
هغې د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل: ((دا چې په تېرو څو کلونو کې دغه مارکېټ نه دى فعاله شوى، ډېر عوامل لري.))
د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې د نورو برخو ترڅنګ د ښځو لپاره کار کول هم په کې ستونزمن دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









