منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۳ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد د دفاع لپاره د یوې کورنۍ درې زامن په یوه ورځ وژل شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ۹ کب ۹۷): که څه هم روانې جګړې د یوې کورنۍ درې زامن پر یو وخت د مرګ تر خولې ورسول، خو د یادې کورنۍ دوه نور غړي هم د دې وژونکې پدیدې پر وړاندې چې هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي، د مبارزې ډګر ته راوتلي دي.

د دې دردوونکې کیسې ویونکې هغه مور ده چې د ۱۳۹۵ کال د سلواغې پر دویمه یې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې درې زامن له لاسه ورکړي، خو پر دغه ستر غم سربېره یادې زړورې ښځې دوه نور زامن له ملي ناموس، ځمکنۍ بشپړتیا او د جګړې د شهیدانو او قربانیانو له وینو د دفاع په خاطر یې هغه ډګر ته ایستلي چې درېیو وروڼو یې په کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

۵۵ کلنې شیما ګل، سره له دې چې د انساني ارزښتونو، ازادۍ، عدالت او په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره یې درې زامن له لاسه ورکړي، وویل، تیاره ده چې خپله هم وسله واخلي او د جګړې په سنګر کې د هېواد د دښمنانو پر ضد و جنګېږي.

هغې زیاته کړه، وژل شوو زامنو یې ۱۸، ۲۰ او ۳۱ کاله عمرونه درلودل او ټولو د راتلونکي په اړه روښانه او پرمختللي فکرونه لرل او هېڅ وخت د دغه وینې څښونکي ماشین سره له مبارزې نه ډارېدل.

نوموړې زیاته کړه: ((سره له دې چې ټول زامن مې په زده کړو بوخت وو او اقتصادي ستونزې یې هم درلودې، خو له هېواد سره مینې د زده کړو له مسیره جلا او هغه لارې ته راکش کړل چې پایله یې جاويدانه ژوند و.))

هغې په داسې حال کې چې له سترګو روانې اوښکې یې په پړوني پاکولې، وویل، که څه هم د دوستانو غم انسان بې توانه کوي، خو د الهي تقدیر په وړاندې باید تسلیم شو او هغه ته غاړه کېږدو.

بي بي شیماګل زیاته کړه: ((خوشحاله یم چې زامن مې له هېواد څخه د دفاع په لاره کې شهیدان شوي، ځکه چا ونه ویل چې دوی د غلا، خیانت او وژنې په لار کې وژل شوي، پاک راغلي و او له دې دنیا پاک لاړل.))

د هغې په خبره، مشر زوی يې قاري محمد ظاهر و چې ۳۱ کاله عمر یې درلود او تر ۱۲ ټولګي یې زده ګړې کړې وې، دویم زوی يې امان الله نومېده او ۲۰ کاله عمر یې درلود او تر شپږم ټولګي یې زده کړې کړې وې او درېیم زوی يې ١٨ کلن احمد جاوېد و چې تر پنځم ټولګي یې ښوونځی لوستی و.

نوموړې وویل، اوس يې د عزت الله او احمد فرهاد په نوم دوه نور زامن هم د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته داخل شوي دي.

شيماګل د دې په څرګندولو چې د درېیو زامنو د "شهادت" غږ اورېدل هر انسان پر ځمکه غورځوي، زیاته کړه: ((د زامنو پر امنیتي پوسته مې د وسله والو دښمنانو د برید پر مهال احمد جاوېد راته زنګ وکړ او غوښتنه یې وکړه چې حق مې ورته وبښم، خو زه بې هوشه شوم.))

نوموړې زیاته کړه، له هغې ورځې وروسته د زامنو د جسدونو تر رارسېدو يې زیاتو خپلوانو پوښته کوله، خو خپله یې د درېیو زامنو له وژل کېدو هېڅ خبر نه درلود.

هغې وویل: ((هغه ورځ چې د زامنو تابوتونه مې یې راوړل، خلک او حتی د خاله لور مې چې له کلونو راهیسې نه وه راغلې، زموږ کور ته را دننه شوه، حیرانه شوم چې څه خبره ده، خو هغه چې له دې پېښې خبره وه، وویل، د زامنو مبارکۍ ته دې راغلې یم.))

دغې ښځې زیاته کړه: ((تر هغې باور نه کېده چې درې زامن مې دې له لاسه ورکړي وي چې ورور مې کورته راغی او ویې ویل، خورې! د درېیو زامنو نوی کور دې درته مبارک وي! له هغې وروسته زه نه یې پوهېدلې چې څه شوي.))

هغې د دې په روښانولو چې د زامنو له وژل کېدو وروسته یوه ورځ په ارامه نه ده پاتې شوې او فکر یې بوخت دی، وویل: ((که دا اوس نظامي یونیفورم او وسله راکړل شي، جبهې ته ځم او د نورو زامنو تر څنګ مې د هېواد د دښمنانو پر ضد جګړه کوم.))

هغې له نورو افغان مېرمنو هم وغوښتل چې امنیتي سرتېرو ته د روحیې ورکولو لپاره منظمې شي او په یووالي او یو غږ د وطن د دښمنانو شومې موخې شنډې کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه کونډه ښځه چې د ولسمشر له خوا یې د «اتلې مېرمنې» لقب ګټلی، اوس له خپلو دوو لوڼو او دوو زامنو سره په هغې ودانۍ کې چې د ولسمشر له خوا ورکړل شوې، ژوند کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه