جلال اباد (پژواک، ۱۱ کب ۹۷): د ننګرهار د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، دغه ولايت کې روان کال د ښځو د اجباري ودونو ۱۲۲ قضيې ثبت شوې دي چې د تېرو کلونو په پرتله يې کچه ډېره کمه شوې ده.
دوی وايي، د عامه پوهاوي ډېروالی هغه څه دي چې خلک ورځ تر بلې د اجباري، بدل او بدو کې د لور خور ورکړې منع کوي او په دغه کچه کې کموالی رامنځته کيږي.
ديني عالمان که څه هم د اسلام له نظره د ښځو جبري واده نارواه ګڼي، خو په کورنيو غږ کوي چې بايد له دغې چارې خپلې لوڼې وساتي.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسه فتانه عزيزي وايي، چې روان کال دوی سره د اجباري ودونو ۱۲۲ قضيې ثبت شوې دي چې د تېرو کلونو په پرتله يې کچه ډېره ټيټه شوې ده.
هغې که څه هم د تېرو کلونو دقيقه شمېره په ګوته نه کړه؛ خو يادونه يې وکړه چې تر دې شمېرې څو چنده لوړ ارقام ورسره ثبت کېدل.
د نوموړې د معلوماتو له مخې د دغو قضيو له ډلې درې يې د جبري ودونو او درې يې د جبري کوژدې له دوی سره په تعقيب کې دي چې دوی يې د ستونزو د حل په برخه کې کار کوي.
د ښځو چارو رييسه وايي، د پخوا په پرتله ځکه په دغه ولايت کې د ښځو د اجباري ودونو کچه راکمه شوې چې عامه پوهاوی زيات شوی دی.
په ختيځ کې د بشر حقونو کمېسيون مسوولين هم د اجباري ودونو په اړه اندېښمن او وايي چې لا هم په بشپړه توګه د اجباري ودونو مخه نه ده نيول شوې.
د دغه کمېسيون د ښځو د برخې مشره هاشمه شريف په ديني عالمانو غږ کوي چې د دا ډول نکاح ګانو د مخنيوي لپاره دې د ممبرونو په کچه هلې ځلې وکړي.
د ښځو د حقونو مدافعين وايي، اجباري ودونه د نورو ناخوالو سربېره د کورني تاوتريخوالي او د اولادونو د ناسمې روزنې سبب ګرځي.
د دوی له ډلې سلسلې رښتيانۍ پژواک ته وويل، کورنۍ بايد د خپلو اولادونو د راتلونکي په خاطر د دا ډول ودونو مخه ونيسي او خپلې لوڼې په اجباري نکاح ورنه کړي.
ديني عالمان وايي چې اسلام له نن څخه څوارلس سوه کاله وړاندې د اجباري، بدل او بدو کې د ښځو نکاح ناجايزه ګڼلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن