جلال اباد (پژواک، ١٣ کب ۹۷): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د سراج العمارت تاريخي ودانۍ د بيارغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې څلوېښت سلنه کار به يې هم په راتلونکي نږدې يوه نيم کال کې بشپړ شي.
مسوولين وايي، د ودانۍ د بيارغولو کار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې په څه باندې ۵۶ ميليونو افغانيو ۱۸ مياشتې وړاندې پيل شوی دی.
د سراج العمارت ودانۍ تر سلو ډېر کلونه پخوا د افغانستان د پخواني پاچا امير حبيب الله خان په وخت کې رغول شوې ده.
ياده ودانۍ په تېرو څو لسيزو جګړو کې ډېره زيانمنه شوې وه چې حتی د هېڅ اوسېدو، نندارې او ليدو وړ نه وه.
که څه هم شاوخوا لس کاله وړاندې د وخت د والي ګل اغا شېرزي له لوري د دې تاريخي ودانۍ رغولو چارې پيل شوې وې؛ بيا يې وروسته کارونه بېرته ټکني شوي وو.
نږدې يو نيم کال وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې تاريخي ودانۍ د بيارغولو کار پيل کړی چې چارواکي وايي اوس يې کارونه شپېته سلنه بشپړ شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم پژواک اژانس ته وويل، د ودانۍ د بيارغولو کارونه د اړوند وزارت د لرغون پېژندنې او تاريخي ابداتو د مسلکي کسانو له لوري پيل شوي دي.
دی وايي، دا درې کلنه پروژه ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودجي څه باندې ۵۶ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې کارونه يې څلوېښت سلنه پاتې دي.
نوموړی زياتوي، د دې ودانۍ د بيارغونې کارونو پيل يو نيم کال وړاندې شوی، که څه هم يو نيم کال د پروژې په تکميل کې شته؛ خو کار کوونکي توانېدلي چې په نيمايي وخت کې تر نيمايي زيات کارونه ترسره کړي.
د ننګرهار ولايت فرهنګيان وايي، دا يوه تاريخي ودانۍ ده او بايد په خپل تاريخي قدامت جوړه شوې وای.
ليکوال او شاعر بادام ظريفي فقير له پژواک سره په خبرو کې وويل چې امير حبيب الله خان، امير امان الله خان او ترې را وروسته د اعليحضرت ظاهر شاه تر وخته له دې ودانۍ ښه ګټه اخيستل کېده.
نوموړي زياته کړه، کله چې د افغانستان ياد پاچا په اوړي کې ننګرهار ته راته؛ نو ډېر کله به يې مازديګری په همدې ودانۍ کې تېراوه.
يو بل فرهنګپال جاوېد کريمي وايي، دا ودانۍ د تاريخي ابداتو له اصولو خلاف جوړه شوې ده او کارونه يې هم له تېرو نږدې دوولس کلونو راهيسې پيل شوي، خو بشپړ نه شول.
دی نيوکه کوي چې د يادې ودانۍ د رغولو په چاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ننګرهار کې يې اړوند رياست تل ناغېړي کړې ده.
خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وايي، د ودانۍ د بيارغولو کارونه څو کاله وړاندې د فرهنګيانو په غوښتنه د وخت د والي ګل اغا شېرزي له لوري پيل شوي وو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشورې او اجازې پرته يې په غير مسلکي توګه پيل کړي دي.
دی وايي: ((اوس چې موږ ورته پيسې پيدا کړې؛ نو مجبور يو هماغسې چې شېرزي صېب کار روان کړی، هماغسې يې موږ هم ترسره کړو. د پخوانۍ ودانۍ د دېوالونو دواړو خواوو ته نوي دېوالونه شوي، اوس که موږ هغه بېرته لرې کوو، نو ودانۍ ورسره ټوله نړېږي.))
د يادولو ده، اوسمهال په ننګرهار کې د همدې ودانۍ سيالې دوه نورې تاريخي ودانۍ هم شته چې يوه يې د جلال اباد شاهي ماڼۍ او بله يې د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان او د نوموړي د پلار شهيد امير حبيب الله خان د ګد مزار ودانۍ ده.
د دغو له ډلې د غازي امان الله خان د مزار د بيارغولو چارې هم پيل شوې او چارواکي وايي، نږدې وختونو کې به د جلال اباد په شاهي ماڼۍ هم کار پيل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










