لښکرګاه (پژواک، ١٤ کب ۹۷): په هلمند کې د ځینو ښځو او ځوانانو له لوري د سولې په نوم د نيالګيو اېښودو کمپاين پيل شو.
دغه کمپاين نن د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې پيل شو چې دولتي چارواکو هم په کې برخه اخيستې وه.
د دغو کسانو له ډلې قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه له خپلو نورو ملګرو سره دلته راغلى يم، څو د سولې لپاره د نيالګيو اېښودو په کمپاين کې برخه واخلو.))
ده زياته کړه چې په تېرو څو لسيزو کې افغانستان جګړو ډېر ځپلى، نور بايد د سولې لپاره هر ډول هڅې وشي.
دغه راز د دغه کمپاين د ښځو له ډلې شريفې پژواک ته وويل: ((په دې کمپاين کې لسګونو ښځو د دې لپاره ونډه اخيستې چې په هېواد کې سوله راشي.))
هغې ټينګار وکړ چې د سولې په روانو هڅو کې ښځو ته هم بايد ونډه ورکړل شي څو پر خپله ژبه خپلې غوښتنې مطرح کړي.
په ورته وخت کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې په دغه کمپاين سره له يوې خوا ولايت زرغونېږي او له بل پلوه د سولې لپاره يو ښه پيغام هم لري.
والي وويل چې د هلمند اوسېدونکو تر نورو د سولې لپاره ډېرې هلې ځلې کوي؛ ځکه د سولې ولسي حرکت هم د لومړي ځل لپاره له دغه ولايت څخه پيل شو.
همدارنګه په دغه کمپاين کې د ولسمشر محمد اشرف غني استازي شمس الدين احمدزي وويل چې دغه ډول کمپاينونه د سولې په برخه کې موثر تمامېداى شي.
هغه زياته کړه: ((موږ د افغانانو په مالکيت سوله غواړو، د همدې لپاره مو مشورتي لويه جرګه رابللې ده.))
د سولي په نوم د نیالګیو اېښودو د دغه کمپیاین پر مهال زده کوونکو ترانې وویلې چې د سولې پیغامونه په کې نغښتي وو او د هلمند والي او یو شمېر نورو مسوولینو له لوري سپینې کوترې د سولې د پیغام په نوم هوا ته خوشې شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










