جلال اباد (پژواک، ۱۶ کب ۹۷): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون راتلونکې لويې مشورتي جرګې ته د مېرمنو نظرونو راټولولو لړۍ يې پيل کړې ده.
د بشري حقونو کمېسيون وايي چې په جګړو کې تر بل هر چا افغان مېرمنو ډېره قرباني ورکړې او نظرونو ته يې هم بايد د سولې په پروسې او نورو مهمو ملي مسايلو کې ځای ورکړل شي.
د ننګرهار ولایت د رسنيو له دفتره د کب په ۱۶مه پژوااک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنرې ثريا صبحرنګ دا څرګندونې په جلال اباد کې په سوله او امنيت کې د ښځو د ونډې په تړاو جوړې شوې غونډه کې وکړې.
نوموړې ويلي، په تېرو څلوېښتو کلونو کې یو میلیون افغان مېرمنې کونډې شوې او د میلیونونو شهیدانو له امله زرګونه یتیمان پاتې دي چې په دې برخه کې د مېرمنو قرباني نه هېرېدونکې ده.
مېرمن صبحرنګ زياته کړه: ((په ټول هېواد کې د سولې په راوستو کې د مېرمنو نظرونه راټولوو، څو په لویه جرګه کې ترې استفاده وشي چې له مخې به یې د جنګ عوامل پیدا او جګړې ته به د پای ټکې کېښودلو هڅه وشي.))
په ننګرهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مشرې صبرینا حمیدي له قوله چې د هېواد په سوله او امنیت کې مېرمنو ته ارزښت ورکول د کور او ټولنې جوړول دي.
نوموړې زیاته کړه، مېرمنو په روانه جګړه کې زیانونه لیدلي او په رسمي او سیاسې چاپېریال کې یې رول مهم یاد کړ.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پر مېرمنو غږ وکړ چې د جګړې پای ته رسېدو او سولې رامنځته کېدو په موخه له خپلو کورنیو هلې ځلې پیل کړي، څو سوله او ښه حکومتولي رامنځته، اقتصاد پیاوړی او ډاډمن امنیت تامين شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










