کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٧): د "فقه پوهه" سياليو له نږدې ٦٠٠٠ ګډونوالو څخه لومړى مقام ځوانې مرسل ترلاسه کړ او د دغو سياليو ٢٠٠٠ غوره کسان په تخفيف سره د زده کړو مرکزونو ته معرفي شول.
د فلاح ټولنيزې او علمي ټولنې مشر مطيع الله واحدي نن په کابل کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې دغه سيالۍ د ٥٧٠٠ کسانو ښځينه او نارينه وو په ګډون تېره اوونۍ په کابل کې ترسره شوې.
هغه وويل چې په دې سيالۍ کې ځوانې مرسل ۹۸.۸۸ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړي مقام، ځوان شېرمحمد د ۹۸ نومرو په ترلاسه کولو سره دويم او ځوانې نيلاب د ۹۷.۵۰ نومرو په ترلاسه کولو سره دريم مقام خپل کړى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، د لومړي او دويم مقام لرونکو ته د عمرې حج ډالۍ تر څنګ د کاليو مينځلو ماشين او د درېيم مقام لرونکې ته موټرسايکل ډالۍ شول. دغه درې واړه د زده کړو بېلابېلو مرکزونو ته ور وپېژندل شول څو هلته وړيا زده کړې وکړي.
دى وايي چې د دغو سياليو دوه زره کسانو ته چې تر نورو لوړې نومرې لري، ستاينليکونو ورکړل شوي د زده کړو بېلابېلو مرکزونو ته معرفي شوي څو هلته د فيس په تخفيف سره زده کړې وکړي.
واحدي وايي، د دې سيالۍ ترسره کولو اصلي موخه د ځوانانو په منځ کې د مطالعې فرهنګ ترويجول او د ديني علومو زده کول دي.
د "فقه پوهه" سيالۍ لومړي مقام ګټونکې ۱۹ کلنې مرسل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو سياليو لپاره دې او نورو ګډونوالو شاوخوا دوې مياشتې تيارى نيولى و.
هغه چې د لومړي مقام له ګټلو خوښه برېښېده، وويل: "کله مې چې د فقهې د زده کړو کتاب مطالعه کاوه، دومره مينه مې ورسره پيدا شوه چې په لوستلو يې نه مړېدم. الله مې لومړى مقام هم نصيب کړ."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










