ترينکوټ (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار د عمومي او فرعي څلورلارو د معياري نومونو نه شتون د دې لامل شوى چې ښاريان يې په محلي او يا هم د توکو پلورولو په نومونو ونوموي.
په ترينکوټ ښار کې شته څلورلارې د ترياکو چوک، د نصوارو چوک، پټاټو چوک، وټی چوک، ګاز چوک، د چرګانو چوک، د مستريانو چوک، د پښانو چوک، د قصابانو چوک، نجارانو چوک او دې ورته نور هم شته دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي هم د ښار د چوکونو له دې ډول نومونو ځورېږي او په دې برخه کې مسوول چارواکي پر بې غورۍ تورنوي.
د ترينکوټ ښار يو اوسېدونکی ٥٣ کلن محمد ادريس وايي، د ترينکوټ ښار د چوکونو غير معياري نومونه لري او پر هغو نومونه نومول شوي چې د توکو پېر او پلور په کې ترسره کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د بېلګې په توګه د ترياکو چوک کې قاچاقبران دوکانونه لري او د ترياکو پېر او پلور په کې ترسره کېږي؛ نو ځکه په همدغه نوم نومول شوى.
ادريس زياتوي، د ښار ټولې څلورلاې او واټونه په دې ډول ناسمو نومونو نومېدلي چې د دغه ولايت د اوسېدونکو په اړه ناسم پيغام لري.
ميراجان هم چې د ترینکوټ ښار د پوټي کلاچې اوسېدونکی دی وايي، نه يواځې د ښار څلورلارې او کوڅې په غير معياري نومونو نومول شوي، بلکې د کليو نومونه هم غير معياري دي او دوى يې پر يادولو شرمېږي.
د هغه په وينا، د يو کلي نوم غلامان دى، د بل کلي نوم پوټي کلا، همداسې د نورو کليو نومونه هم بې خونده دي.
د اروزګان د ډېر عمر لرونکي اوسېدونکي وايي چې د ترينکوټ ښار پخوا يوازې يو چوک چې (منار) نومېده او يوه ودانۍ د ظاهرشاه (کوټۍ) نومېده درلوده، خو اوس د دغه ولایت کلي او د ښار څلورلارې او واټونه زيات شوي او هر يوه يې نوم پيدا کړی دى.
ليکوال او ژورنالېست نجيب لطيف وايي، د ښار د چوکونو دغه ډول نومونه د دې ښکارندويي کوي چې د ترینکوټ ښار ته پاملرنه نه ده شوې او هېڅ مسوول نه لري.
هغه پژواک ته وويل، دغه ډول غیر معیاري نومونه هغوی ته د راپور جوړولو پر مهال هم سرخوږی جوړوي، که چېرې کومه پېښه د ښار په کوم چوک کې ترسره کېږي، نو اړ دي چې په راپور کې يې هماغه د نصوارو يا ترياکو چوک ياد کړي.
د نوموړي په وينا، اروزګان اوس هم زيات نوميالي او فرهنګي شخصيتونه لري او په تېرو کلونو کې يې درلودل چې باید د هغوی نومونه پر چوکونو کېښودل شي.
لطيف د بېلګې په توګه د اروزګان د يوه پخواني خبريال شهيد احمد اميد خپلواک نوم ياد کړ او غوښتنه يې وکړه چې يو چوک دې د هغه په نوم ونومول شي.
مدني فعال جاوېد خپلواک هم د ښار د چوکونو غیر معیاري نومونه د اندېښنې وړ بولي او وايي، دوی څو ځلې له مسوولو ادارو، ښاروالۍ، اطلاعات او فرهنګ ریاستونو غوښتي چې بايد معياري نومونه کېښودل شي.
هغه پژواک ته وويل، اروزګان ټول چوکونه باید له اوسني نومونو بدل او پر ځای يې د دغه ولایت د نومیاليو نومونه او یا هم نور معیاري نومونه کېښودل شي.
د ترينکوټ ښار ښاروال انجنير نعمت الله بختيار هم وايي چې د ښار د چوکونو پر دې ډول نومونو د شرم احساس کوي.
هغه پژواک ته وويل چې د دغو نومونو بدلولو او معياري نومونو کېښودو لپاره يې پلان جوړ کړى خو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دغه کار خپل مسووليت ګڼي او ژمنه يې وکړه چې هغوى به يې ترسره کړي.
د ښاروال په وينا، که اطلاعات او فرهنګ ریاست بيا هم لاس په کار نه شو، نو دوی به دغه کار ترسره کړي.
د اطلاعات او فرهنګ رياست سرپرست رييس نورمحمد ابدالي وايي، د ښار د څلورلارو او واټونو نومونو بدلولو لپاره یې يو کال مخکې له خپل وزارته د طرزالعمل غوښتنه کړې، خو تر دې مهاله ورته نه دى رسېدلی.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د طرزالعمل له ترلاسه کولو سره سم به د ښار د چوکونو نومونه بدل شي.
د اروزګان والي محمد شفيق اسدالله سعید هم ژمنه کوي چې ډېر ژر به دغه نومونه بدل شي او معياري نومونه ورته کېښودل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










