منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې پر کرنيزو ځمکو د ودانيو جوړېدو خلک اندېښمن کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۱ کب ۹۷): د ننګرهار پر کرنيزو ځمکو د کورونو جوړېدو خلک اندېښمن کړي چې له امله يې حاصلات کم شوي او هم ورسره هوا ککړه شوې ده.

دوی تر ډېره د جلال اباد ښار او شاوخوا نږدې ولسواليو او سيمو جوړو شوو تازه ودانيو ته اشاره کوي او وايي حکومت د دې چارې مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

بلخوا د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت پر لس سلنه ځمکه په تېرو څو کلونو کې ودانۍ ابادې شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا چاره د اقتصاد او په خاصه توګه د کرنې د کموالي لپاره خطرناکه ګڼي او وايي که مخه يې ونه نيول شي؛ نو د ننګرهار کرنيز حاصلات به ورسره ډېر راکم شي.

اوس مهال د جلال اباد ښار ځينو برخو او بهسودو، سره رود، روداتو، کامې او ښېوې ولسواليو ځمکې ښه کرنيز حاصلات ورکوي، خو پرې د ودانيو جوړېدو لړۍ په شدت روانه ده.

د جلال اباد ښار  ۶۵ کلن اوسېدونکی ګل احمد وايي، پخوا د ښار ډېرې برخې، بهسودو او سره رود ولسواليو ډېرې ښې کرنيزې ځمکې او کرنيز حاصلات لرل چې اوس ورځ تر بلې په ختمېدو دي.

دی وايي: ((موږ به په کې مخکې شولې کرلې، اوس چې ورځمه هغه ځای نه پېژنم، کورونه او بنګلې په کې ابادې دي، غوړ کې کورونه، ځنګل کې کورونه، هر څه ختم شول. هوا هم ورځ تر بلې په خرابېدو ده.))

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی سيد عمر چې جلال اباد ښار ته د سودا اخيستو په موخه راغلی و، پژواک سره خبرو کې وويل، که حکومت او خلک د دې چارې مخه ونه نيسي، نو زراعت به په ټپه ودرېږي.

دی وايي، هېواد له کرنې پرته نور توليد نه لري او که دا هم داسې ورځ تر بلې ختمېږې، نو افغانان به د هر څه محتاج شي.

د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى رحمان الله وايي چې پخوا به يې د ولسوالۍ له ځمکو د غنمو او وريجو تر څنګ ډېر سزيجات هم ترلاسه کېدل، خو اوس يې په ډېرو برخو کې کورونه او ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه وايي، د دغه کار ستر لامل په لرو پرتو ولسواليو کې نا امني او د خلکو د اقتصادي  وضعيت خرابوالى دى.

مدني فعال  بدرالدين وايي چې له نا امنو ولسواليو د جنګونو له امله خلک جلال ابد ښار ته نږدې  ولسواليو ته راغلي او دلته يې ځمکې اخيستې دي.

هغه زياته کړه چې د کډوالو  بېرته راستنېدل هم د دې لامل شوي چې خلک په کرنيزو ځمکو کې کورونه جوړ کړي، بيا يې خرڅ او يا یې هم په کرايه ورکړي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، دغه کار پر کرنيزو ستونزو او زيانونو سربېره اقتصادي زيانونه هم رامنځته کوي.

د پوهنتون استاد تاج محمد تمکين پژواک ته وويل، د کرنيزو ځمکو په له منځه وړلو حاصلات کمېږي چې هېواد ته اقتصادي ضربه هم ورکوي؛ ځکه هر څه کې نورو هېوادونو ته محتاجېږي.

هغه پژواک ته وويل، حکومت بايد د دغه کار د مخنيوي لپاره په شاړو ځمکو کې د ښارګوټو او کورونو جوړېدو ته زمينه برابره کړي.

د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين هم مني چې د دغه ولايت د کرنيزې ځمکې پر ۱۰ سلنه په تېرو څو کلونو کې کورونه جوړ شوي دي.

د دغه رياست د خدماتو امر عبدالوارث تاند پژواک ته وويل، په ننګرهار کې ټولټال ۹۹زره او ۳۲۰ هکټاره کرنيزه ځمکه شته چې له دې جملې پر لس سلنه کورونه او نورې ودانۍ جوړې شوې دي.

دی وايي، که څه هم دوی د دې ستونزې د حل لپاره عامه پوهاوی کړی، خو تر ډېره پر هغې ځمکې ودانۍ جوړېږي چې د خلکو شخصي ملکيت دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه