منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په یو شمېر ولایتونو کې ۵۵ پرمختیايي پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۷): د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت او سیمه ییزو شوراګانو ترمنځ د ۵۵ پرمختيايي پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شول چې په پلې کېدو سره به يې ۱۵۷زره کسان له ګټو برخمنې شي.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه پروژې به د بادغيس، بغلان، غور، کابل، کندهار، خوست، لوګر، نورستان، پکتيا، پکتيکا، پنجشېر، سمنګان، تخار او زابل په ولايتونو کې پلې شي.

هغه زياته کړه: "د دې پروژو ټوليز ارزښت نږدې ۵۲۲ ميليونه افغانيو ته رسېږي چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري به د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې پلې شي. "

دی زياتوي، د سيمې خلک د دې پروژو په لګښت کې لس سلنه ونډه لري چې نږدې ۳۸ ميليونه افغانيو ته رسېږي او پاتې پيسې د افغانستان دولت له لوري ورکول کېږي.

کريمي وايي، له دې ۵۵ پروژو څخه  ۱۶ يې کارېزونه دي چې د کرنيزو  ځمکو  خړبولو په برخه کې ګټور دي او په نورو پروژو کې  د اوبو رسولو شبکې شاملې دي.

هغه زياته کړه، د دې پروژو له لارې به د سيمې اوسېدونکو ته ۱۴۴زره کاري ورځې برابرې او نږدې ۱۵۷زره خلک ترې ګټه واخلي.

د سرچينې د معلومات له مخې، په دې پروژې کې د اوبو رسولو د شبکو، استنادي دېوالونو، سړکونو، پلونو، ښوونځيو، جوماتونو او بندونو جوړول شامل دي.

د رغوني شرکت استازي وحيدالله خروټي پژواک خبري اژانس ته يي وويل: "د سروبي ولسوالۍ په "خان خېل" او "بابه کرخېل" کليو کې دوه استنادي دېوالونه چې ٢٣٠٠ متره اوږدوالی لري، د ١٣١ ميليونه افغانىو په لګښت سره جوړېږي."

هغه زياته کړه، د استنادي دېوالونو  جورښت له امله به ١٠زره کورنۍ د سېلاب له ګواښه خوندي شي او د جوړېدو چارې يې به کال وخت واخلي.

خروټي ژمنه وکړه چې دا پروژې به پر ټاکلې موده او ښه کيفيت وزارت ته وسپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه