جلال اباد (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): په ننګرهار کې څو ځوانانو د دغه ولايت په محبس کې د بنديانو لپاره د کتابتون جوړېدو په موخه له خلکو د کتابونو ټولولو کمپاين پيل کړی دی.
دوی وايي، تر اوسه ورسره خلکو ۱۰۵۰ کتابونه مرسته کړې او دغه راز ورسره د کتابتون د الماريو او خونې جوړېدو ژمنه هم شوې ده.
د يادو ځوانانو له ډلې خپلواک شېرزاد هغه څوک دی چې لومړی ورسره په محبس کې د کتابتون جوړولو فکر پيدا شوی دی.
هغه وايي: ((يوه ورځ د محبس له مخې تېرېدم ځيني بنديان مې وليدل، دا فکر راسره پيدا شو چې موږ خو ازاد ژوند کوو، هر څه ته لاسرسی لرو، دوی به څنګه ژوند کوي، بايد يو داسې زمينه ورته برابره کړم چې د چا زړه تنګېږي؛ نو ورسره ساعت تېروي.))
نوموړی زياتوي، وروسته ورته فکر ورغی چې محبس کې کتابتون جوړ کړي؛ نو له ملګرو سره تر مشورې وروسته يې د باچا خان بابا په نوم د کتابتون جوړېدو هلې ځلې پيل کړې.
د شېرزاد په وينا، د محبس مدير ورسره خپله برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې، دولتي پروسې او اجازه ليک اخيستو لړۍ يې هم ختمه کړې او اوس د کتابونو ټولولو لړۍ پيل شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، ډاکتر ظاهر عادل، عزيزالله عزيز او ځينو نورو ملګرو ورسره په دې برخه کې مټې رانغښتې او د کتابونو او نورو امکاناتو راټولېدو باندې مصروف دي.
دی وايي، د محبس مدير ورته د بنديانو په تفريح ځای کې يو ځای چې چت يې جوړ او دېوالونه يې نشته؛ خو هلته يو بندي سوداګر ورسره د دې خونې او په کې د الماريو د جوړېدو ټټر وهلی دی.
د دغه کمپاين يوه بل غړي عزيزالله عزيز پژواک ته وويل، تر اوسه ورته ورټولو شوو کتابونو کې ديني، سياسي، تاريخي، ټولنيز، ادبي او نور بېلابېل کتابونه ورسپارل شوي دي.
هغه هيله وښوده چې خلک ورسره په دغه کمپاين کې مرسته وکړي او د محبس د بنديانو لپاره د يو غني کتابتون په جوړېدو کې ورسره برخه واخلي.
د يادولو ده. تر دې وړاندې يو شمېر ځوانانو دغه ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د جوړ شوي ستر کتابتون لپاره هم د کتابونو ټولولو کمپاين ترسره شوی و چې شاوخوا اته زره کتابونه ورته ورټول شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










