کابل (پژواک، ٢٣ کب ۹۷): په کابل کې د څلورو مشهورو سینماوو مسوولین چې درې لسیزې مخکې یې شمېر ۱۸ ته رسېده وايي، د سینما د مینه والو کمښت، د سینما په اړه د منفي لید او د دولت د نه ملاتړ له امله دغه صنعت له سقوط سره مخ دی.
اوس په کابل کې په داسې حال کې د پامیر، اریانا، پارک او خیرخانې سینماګانې فعالیت کوي چې د یادو زیاتره سینماوو ودانۍ تخریب او یا په سوداګریزو مرکزونو، انبارخونو او د کنفرانس پر ځایونو بدلې شوې دي.
د پژواک خبري اژانس خبریال د سیمناوو د اوسني وضعیت، د مینه والو د شمېر، نندارې ته د وړاندې کېدونکو فلمونو د نوعیت او د دې برخې د کارکوونکو د ستونزو د معلومولو لپاره د یادې برخې له مسوولینو، مینه والو او کارپوهانو سره خبرې کړې دي.
د بدخشان له ۳۰ کلن اوسېدونکي احمد حماد سره مې هغه مهال خبرې پیل کړې چې غوښتل یې په اریانا سینما کې د امریکايي فلم لیدو ته کېني.
د سینما دغه مینه وال پژواک خبري اژانس ته وویل: ((هر کله چې له بدخشانه کابل ته راځم، څو ځلې په سینما کې د فلم لیدو ته راځم.))
احمد حماد چې د امریکايي او افغاني فلمونو له کتلو سره زیاته مینه لري، د شادګل فلم څو ځلې کتلی او د افغاني فلمونه له کتلو خوند اخلي او ځیني وخت په سینما کې امریکايي فلمونه هم ګوري.
نوموړي وویل، په سینما کې د فلمونو کتلو زیاتره مینه وال نوي ځوانان دي او باید داسې فلمونه نندارې ته وړاندې شی چې د دوی د انحراف لامل نه شي.
اریانا سینما د کابل ښار په مرکز پل باغ عمومي سیمه کې په ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه په دوه پوړیزه ودانۍ کې جوړه شوې، د مسوولینو په خبره، دغه سینما پر یوه وخت د ۶۰۰ لیدونکو وړتیا لري خو په وروستیو کلونو کې پر یو وخت د فلم لیدونکي تر ۵۰ ډېر نه وي.
که څه هم په دې ودانۍ کې د کورنیو لپاره مناسب ځای هم موجود و. خو سینما ته د کورنیو د نه تلو له امله اوس تش وي.
د اریانا سینما مدیر سید فاروق هیبت پژواک خبري اژانس ته وویل، د اریانا سینما د کابل ښاروالۍ ملکیت دی چې هر کال یې ۳۵ سلنه عایدات کابل ښاروالۍ ته ورکول کېږي.
هیبت د سینما د مینه والو کمښت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل: ((هره ورځ درې وخته فلم نندارې ته ږدو، او په هر وخت کې لیدونکي تر ۳۰ کسانو ډېر نه وي په داسې حال کې چې دغه سینما د ۶۰۰ کسانو ځایولو وړتیا لري.))
login or register a new account.