مزارشريف (پژواک، ۲۷ کب ۹۷): د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې عام خلک وايي چې د امنيه قوماندان ټاکل کېدو پر سر رامنځته شوى کړکېچ د نوروز پر راتلونکي جشن منفي اغېز کړی دی.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د خلکو ګڼه ګوڼه کمه ده.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې د نوروز جشن په بهير کې به بېلابېل هنري پروګرامونه نندارې ته وړاندې کړي.
بلخوا د بلخ امنيتی چارواکي بيا خلکو ته ډاډ ورکوي چې له کومې وېرې پرته د نوروز مراسمو کې ګډون لپاره مزار شريف ته راشي.
تېره پنجشنبې په مزارشريف کې د بلخ د نوي امنيه قوماندان د ټاکل کېدو په غبرګون کې د پخواني والي عطامحمد نور او کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو ترمنځ څو ساعته نښته رامنځته شوه چې يو لړ مالي او ځاني زيانونه يې هم له ځان سره لرل.
دغه کړکېچ په داسې مهال رامنځته شو چې مزارشريف د نوروز جشن نمانځنې لپاره تر شديدو امنيتي تدابيرو لاندې و.
په ورته وخت کې د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېرو کلونو د نوروز په پرتله سږ کال په مزارشريف کې د خلکو ګڼې ګوڼه کمه ده.
حاجي محمد اسلم په مزارشريف کې د حضرت علي روضې لوېديځ لور ته يو هوټل او مسافرخانه لري چې هر کال په دې ورځو کې پرې د مېلمنو بېروبار ډېر زيات و.
هغه وايي چې سږ کال په داسې حال کې چې درې ورځې نوي کال او د نوروز جنش ته پاتې دي، خو تر اوسه يې هوټل ته هېڅ مېلمه هم نه دی راغلی چې د نوروز جشن لپاره يې تشريف راوړی وي.
نوموړی زياتوي چې د بلخ نا امنۍ او په ځانګړي ډول د تېرې ورځې کړکېچ يې لوی لامل دی.
هغه وويل: ((کله چې د دولت او سياسيونو ترمنځ د يوه قوماندان پر سر نښته رامنځته کېږي، نو ښکاره خبره ده چې خلک وېرېږي، له همدې امله مزارشريف ته نه دي راغلي.))
حاجي اسلم زياته کړه چې سږ کال يې کاروبار ښه نه دی.
د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې خلک ډاډه وو؛ ځکه امنيت ښه و، خو زياته يې کړه چې سږ کال په مزار ښار کې هم د نا امنيو وېره موجوده ده.
هغه په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې هوټل يې ۴۰ خونې لري، خو په خبره يې چې ټولې يې خالي دي او تر اوسه هېڅ يوه مسافر ورته مراجعه نه ده کړې.
نوموړی وايي چې هر کال به له نوروز جشن لس ورځې وړاندې مزارشريف ته د نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو د مېلمنو راتګ پيل شوی و، خو په وينا يې چې سږ کال دغه لړۍ ډېر ټکنۍ ده.
د جان محمد په نوم د مزار ښار يو بل اوسېدونکی چې ښار کې ټکسي چلوي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې کاروبار ډېر کم دی.
هغه پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله کار کم دی او هېڅ داسې فکر نه کوي چې نوي کال ته دې درې ورځې پاتې وي.
نوموړي زياته کړه چې خلکو د رسنيو له لارې واورېدل چې په مزار کې نا امني ده او جګړې دي، نو د هغه په خبره، ځکه یې د نوروز مراسمو کې له ګډونه صرف نظر وکړ.
د هغه په وينا، سږ کال سره له دې چې د نوروز د جشن مخه ده، خو دی بيا هم د ټولې ورځې له ټکسي چلولو څخه څلور يا پنځه سوه افغانۍ لاسته راوړي، حال دې چې په نورو کلونو کې به يې په دې وختونو کې هره ورځ له يونيم زر تر دوه زره افغانيو پورې کار کاوه.
جان محمد له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي چې د نوي کال او جنډې پورته کولو لپاره په سهي ډول امنيتي تدابير ونيسي.
په ورته وخت کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د نوروز جشن لپاره يې بېلابېل هنري او فرهنګي پروګرامونو تر لاس لاندې نيولي دي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل چې د حضرت علي (رض) د روضې انګړ کې به د نوي کال په مناسبت د بېلابېلو توکو نندارتونونه جوړ کړي.
نوموړي زياته کړه چې له دې هاخوا يو لړ ورزشي پروګرامونه هم په پلان کې لري چې د نوي کال په ورځو کې به يې ترسره کړي.
د خليق په خبره، د هنري پروګرامونو په لړ کې نوروزي مشاعره، خياباني موسيقي او تياتر هم په پام کې نيول شوي دي.
نوموړی زياتوي چې سږ کال هم په نوروز مراسمو کې د ګډون لپاره له نورو ولايتونو څخه لسګونه زره کسان مزارشريف ښار ته راغلي او په خبره يې چې لا هم د خلکو د راتګ دغه لړۍ روانه ده.
هغه هيله وکړه چې ښايي سږ کال به د نوروز جشن په څلوېښت ورځو کې شاوخوا يو ميليون کسان له مزارشريف ښار څخه ليدنه وکړي.
د بلخ امنيه قومانداني هم وايي چې د نوروز جشن او نوي کال مراسمو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې په بلخ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ رامنځته شوی کړکېچ دمګړی په بشپړ ډول حل شوی دی.
نوموړی زياتوي چې ټول امنيتي ځواکونه په پوره همغږۍ سره کار کوي، څو د نوروز جشن لپاره موثر امنيتي تدابير ونيسي.
هغه وايي: ((ممکن د بلخ وروستي کړکېچ په ځينو خلکو بد تاثير کړی وي، خو زه ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوم چې د بلخ نوی امنيه قوماندان له راتګ سره سم په دې هڅه کې دی چې له نورو امنيتي منسوبينو سره په همغږۍ د نوي کال مراسمو لپاره لازم تدابير ونيسي.))
د عادل په وينا، د ټولو هغو کړيو مخه به ونيسي چې غواړي د نوروز په مراسمو کې ګډوډي او يا هم امنيتي ستونزې رامنځته کوي.
ټاکل شوې ده، د همدې اوونۍ په پنجشنبې به په مزارشريف ښار کې نوروز جشن د وري يا حمل په لومړۍ نېټه د حضرت علي (رض) منسوبې جنډې په پورته کولو سره پيل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










