Language

طالبانو له خلکو غوښتي چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٨): وسله والو طالبانو د نوي ښوونيز کال د پيل په مناسبت په خپل پيغام کې له خلکو غوښتي چې خپل اولادونه ښوونځي کې شامل کړي.

د وسله والو طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د وري په ٥مه رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړل شوى چې نوی ښوونیز کال به د دوى لپاره له بریاوو او لاسته راوړنو ډک کال وي.

سرچينې زياته کړې چې تېره مياشت يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پوهنې برخې ستونزو د هواري او پرمختګ لپاره هر اړخیز تعلیمي سیمینارونه ترسره کړي او په نوي تعلیمي کال کې به یې عملي ګټې د تعلیم او تربیې په ډګر کې ټول هېوادوال په خپلو سترګو وويني.

طالبانو د ښوونځیو له مدیرانو، ښوونکو او د ښوونې او روزنې د څانګې له ټولو کارکوونکو هيله کړې چې د نوی ښوونیز کال په  لوړو حوصلو او نوو ولولو سره د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو له تعلیمي اصولو سره سم پیل کړي او په پوره اخلاص او صداقت سره زده کوونکو بچیانو ته د ښو زده کړود زمینې له برابرولو سره خپل ایماني او ملي رسالت اداء کړي.

دوى دغه راز له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې چې د ښېرازه او اباد افغانستان  لپاره د ښوونځي په عمر برابر خپل ټول ماشومان په ښوونځیو او دیني مدارسو کې شامل کړي او تر څنګ یې هغه ماشومان چې د سهار له خوا ښوونځيو ته ځي، له وخت نه وروسته په کلیوالي مدارسو کې شامل کړي، څو له ښوونځي سره هم مهاله ضروري دیني مسایل هم زده کړي.

login or register a new account.