جلال اباد (پژواک، ٨ وری ۹۸): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د پاپين لېسې زده کوونکو دغې لېسې ته د ودانۍ جوړېدو، کتابونو او قرطاسيې غوښتنه وکړه.
دوی وايي، په تېرو درېيو کلونو کې يې د داعش او طالب وسله والو د جګړو او حکومتي ځواکونو د عملياتو له امله کورونه، عامه ځايونه او ښوونځي ړنګ شوي دي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند د پاپين صاحب لېسه چې په دغه ولايت کې له پخوانيو لېسو ده اوس يې ودانۍ په بشپړه توګه ړنګه شوې او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
دغه لېسه کې داعش وسله والو خپل مرکز جوړ کړی و، خو حکومتي ځواکونو ياد مرکز بمبار کړی او د وسله والو د له منځه وړلو سربېره يې ښوونځی هم په بشپړه توګه ويجاړ کړی دی.
زده کوونکي وايي، په اوړي د ګرمۍ او په ژمي کې د ورښتونو او يخنۍ له امله ترې زده کړې نيمګړې پاتې وي.
صفا اوس د دغه ښوونځي په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي. نوموړې سره وېره ده که حکومت يې د ښوونځي ودانۍ ونه رغوي؛ نو ښايي نور ورته کورنۍ په ډاګه کې د زده کړو اجازه ورنه کړي.
مينا په پنځم ټولګي کې زده کړې کوي. نوموړې هم لکه د صفا په زړه کې وېره لري، که يې د ښوونځي ودانۍ جوړه نه شي؛ نو کورنۍ به يې له زده کړو محرومه کړي. ځکه خو د ننګرهار پر ولايتي ادارې او ځانګړې توګه پوهنې رياست باندې غږ کوي چې ښوونځي ته يې ودانۍ جوړه کړي.
د پاپين صاحب د لېسې سرښوونکی عبدالکريم وايي، اوس د دغه ښوونځي هېڅ ټولګی ودانۍ نه لري او حتی د ادارې اړوند وسايل هم په شخصي کورونو کې ساتل کېږي.
نوموړی دغه راز د زده کوونکو لپاره د کتابونو، قرطاسيې او نورو درسي وسايلو د نه موجوديت ستونزې هم رابرسېره کوي او وايي، دغو ټولو ستونزو ته بايد پام وشي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک غورځنګ وايي، دغلته حاکم دودونه به د دې لامل شي که ښوونځي ته ودانۍ جوړه نه شي؛ نو نجونې به له زده کړو محرومې شي.
خو د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواری وايي، روان کال ټول ولايت کې ۲۰۰ ښوونځيو ته ودانۍ روغول کېږي چې له ډلې يې د پاپين لېسې په ګډون د هسکې مېنې ولسوالۍ ۸ ښوونځي هم شامل دي.
نوموړي پژواک ته وويل، د ننګرهار هغو سيمو کې چې جګړو ځپلې دي د ښوونيزو ادارو شپېته سلنه ودانۍ يې ړنګې شوې دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د ولسمشر په امر د شينوارو زون په شپږو ولسواليو کې چې جګړو ځپلې دي د ټولو تاسيساتو سروې شوې او ډېر ژر به يې د بيارغونې کارونه پيل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










