مزار شريف ( پژواک، ۱۰ورى ۹۸) : د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د دغه ولايت سلګونه اوسېدونکو د نامسوولو وسله والو پر ضد او د ملي يووالي حکومت په ملاتړ لاريون وکړ.
لاريون نن سهار ۹ بجې د بلخ ولايتي شورا له مخې پيل شو او د ورځې تر يوې بجې د ولايت مقام په دروازه کې د پرېکړه ليک په خپرېدو پای ته ورسېد.
لاريون کوونکو بلخ کې د نا مسووله وسله والو پر ضد شعارونه ورکول او همدا راز يې په دغه ولايت کې د ولسمشر د فرمانونو پر پلي کېدو ټينګار کاوه.
دوی همدا راز د دغه ولايت د امنيتي ارګانونو په ليکو کې د پراخو تغييراتو راوستو غوښتنه کوله.
د لاريون يو تن ګډونوال محمد جعفر صادقي پژواک ته وويل، چې دوی د بلخ له سيمه ييزې ادارې څخه د خپل حق غوښتلو په موخه سړکونو ته راوتلي دي.
هغه زياته کړه، چې په لاريون کې د هر قوم او هرې ډلې پلويان شته او موخه دا ده، چې په دې ولايت کې عدالت پلی شي.
نوموړی زياتوي، چې د بلخ خلک د دغه ولايت له سيمه ييزې ادارې څخه ډېر شکايت لري او مرکزي اداره بايد دغو شکايتونو ته رسېدنه وکړي.
د هغه په وينا، په تېرو اتلسو کلونو کې د بلخ سيمه ييزه اداره د يوه حزب او يوې ډلې په لاس کې ده او په وينا يې يادې ډلې چې څنګه غوښتل په هماغه ډول يې کارونه کول.
صادقي وويل: (( په تېره يوه نيمه لسيزه کې د دې ولايت د خلکو په حق کې ستره جفا او ستر خيانتونه ترسره شوي، چې نور يې خلک پر وړاندې غلي نه شي پاتې کېدلای.))
بلخ کې د خيشکو ځوانانو د ټولنې مشر عبدالله ځواک حياتي هم د لاريون په بهير کې پژواک ته وويل، چې دوی د بلخ په سيمه ييزه اداره کې د بدلون راوستو په موخه پر دغه اعتراضي حرکت لاس پورې کړی دی.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې يو شمېر مشخصو کړيو د خپلو ګټو په خاطر قدرت انحصار کړی او په وينا يې چې ياد کسان د بلخ نورو اوسېدونکو ته د حق د ورکولو مخه نيسي.
نوموړی وايي، چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو زياتوالي هم دوی دې ته اړ کړل، چې خپل غږ اوچت کړي او له مرکزي ادارې څخه د خپل حق غوښتنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن