کندهار (پژواک، ۱۱ وری ۹۸): له کندهار څخه د ۱۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۲۴زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادر شوې چې د تېر په پرتله په کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بينا وايي، تېرکال له کندهاره بهر ته د وچې او لندې مېوې په صادراتو کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر کال له دغه ولایت څخه بهر ته د وچې او لندې مېوې د صادراتو اندازه ۸۶زره ټنه وه، په داسې حال کې چې سږ کال ۱۲۴زره ټنو ته لوړه شوې چې ټولیز ارزښت یې څه باندې ۱۸۰ میلیونه ډالر کېږي.
نوموړى وايي: ((سږ کال له کندهاره د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۶زره ټنه وچه مېوه، د ۱۶،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۳زره ټنه لنده مېوه، د ۱۷،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷زره ټنه طبي بوټي، د ۳،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶زره ټنه حبوبات او د پاتې ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وړۍ، پشمي تار، د څارویو پوستکي او قیمتي ډبرې بهر ته صادر شوي دي.))
د ده په وينا، په وچه مېوه کې لسګونه ډوله ممیز، ابجوشې، انځر، پسته، بادام، شکرپاره، غوزان او نور، په لنده مېوه کې انار، انګور، خټکي، زردالو، مڼې او نور، په طبي بوټو کې زیره، شېرین بویه، زعفران او نور، په حبوباتو کې تور ماش، کنجد او نور شامل دي.
عبدالباقي وايي، ټول صادر شوي توکي ۵۹ اقلام کېږي چې ډېره برخه یې پاکستان او هند او کمه اندازه یې یو شمېر عربي هېوادونو، امریکا او نورو ته تللي دي.
بینا وايي، بهر ته د صادراتو د کچې د ډېروالي لاملونه پر لارو د پخوا په پرتله کمې ستونزې، د هوايي دهلېزونو پرانیستل، د هند له خوا د ټکسونو معافول او نور دي.
ده وویل، دا چې د افغانستان مېوې طبیعي خوند او رنګ لري، په نړۍ کې یې غوښتونکي ډېر دي.
دی وايي: ((څه چې موږ ته طبیعت راکوي، هغه راټولوو؛ ځکه زموږ کرنه لا هم په پخوانۍ دودیزه بڼه تر سره کېږي او فني شوې نه ده.))
خو د ده په خبره، که د کرنې د فني کېدو په برخه کې کار وشي، د برېښنا ستونزه حل شي او سړې خونې جوړې شي نو ډېرې ځمکې به په باغونې بدلې شي، حاصلات او صادرات دواړه به ډېر شي چې په دې توګه به هم کروندګر او هم سوداګر ډېره ګټه تر لاسه کړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زیاتوي، د دغو او نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله هر کال د حاصلاتو پر مهال تازه مېوه یا ضایع کېږي او یا په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي.
خو نوموړي د لندې مېوې د لېږد په برخه کې د پرمختګ یادونه وکړه او و یې ویل، سږ کال د لومړي ځل لپاره تازه مېوه په یخچال لرونکو موټرو کې لېږدول کېده او بهرني مارکېټ ته د باغ په کیفیت رسېده.
دی وايي، تېر کال پنځه یا شپږ یخچال لرونکي موټر وو چې تازه مېوه په کې لېږدول کېده خو اوس یې شمېر تر ۱۰۰ اوړي.
خو پر دې هر څه سربېره لا هم د کندهار د وچې او لندې مېوې ډېره برخه د هند او پاکستان په نومونو بهر ته صادرېږي چې لامل یې نړیوال مارکېټ ته د افغان سوداګرو نه لاسرسی دی.
بینا په دې اړه وايي، که افغان سوداګرو ته منظمې ځمکنۍ لارې برابرې شي نو هغوی به د دې جوګه شي چې خپله مېوه د خپل هېواد په نوم تر نړیوال مارکېټ پورې ورسوي او هغه ډېره ګټه چې نورو ته رسېږي، افغان سوداګر او بڼوال ته ورسېږي.
نوموړي په دې برخه کې د لاجورد نوې پرانیستل شوې لارې ته هیله مندي ښيي او وايي، که پر دغې لار اسانتیاوې ډېرې شي او تګ راتګ منظم شي نو د کندهار مېوه نه یوازې د منځنۍ اسیا تر هېوادونو، بلکې ترکیې او له دې لارې اروپايي هېوادونو ته هم رسېږي.
د دې تر څنګ هغه د چابهار بندر لار د جغرافیوي موقعیت او لنډ واټن له مخې د صادراتو او وارداتو دواړو لپاره ګټوره وبلله خو ویې ویل چې د اوس لپاره پر ایران د نړیوالو بندیزونو له امله دغلته هغسې شرایط نه دي برابر شوي چې اړتیا ورته لیدل کېږي.
نوموړی هوايي دهلېزونه د لندې مېوې د لېږد لپاره ګټور وبلل خو یادونه یې وکړه چې د کارګو الوتکو د کمښت له امله الوتنې نامنظمې او پر خپل وخت نه وي چې ډېری مهال سوداګرو ته زیان اړوي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د کندهار د لندې او وچې مېوې صادرات هومره ډېر دي چې یوازې د هوا له لارې یې لېږدول له امکانه لرې خبره ده.
هغه غوښتنه کوي چې حکومت دې تر هر څه ډېر پر ځمکنیو لارو تمرکز وکړي چې د هوايي لارو په پرتله یې هم لګښت کم دی او هم په هره اندازه صادرات ورڅخه کېدای شي.
د کندهار بڼوال او د وچې او لندې مېوې سوداګر وايي، که حکومت بڼوالۍ ته وده ورکړي، اسانتیاوې ډېرې کړي او له دوی سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي نو د حاصلاتو له ډېرېدو سره به د صادراتو کچه هم لوړه شي او هېواد به له اقتصادي اړخه پر پښو ودرېږي.
د شاولیکوټ ولسوالۍ د انځرو یوه بڼوال قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړې، نا امنۍ او له همدې امله د حکومت نه پاملرنې د کرنې او بڼوالۍ د پرمختګ مخه نیولې ده.
دی وايي، بڼوال په ډېرو ستونزو خپل باغونه پالي او هر کال په داسې حال کې له باغونو حاصلات راټولوي چې جګړې یې هره شېبه ژوند ګواښي.
د ده په خبره، که حکومت امنیت ټینګ کړي، اسانتیاوې ډېرې کړي، کرنه او بڼوالي فني کړي او د مېوو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي نو دلته به بڼوالي ډېر پرمختګ وکړي.
دغه راز دی غوښتنه کوي چې دولت دې د کرنې او باغدارۍ د لا ودې په موخه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې دې د باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره واړه او لوی بندونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه شي او نوو باغونو جوړولو ته امکانات برابر شي.
بلخوا سوداګر وايي، د صادراتو په برخه کې که څه هم اسانتیاوې رامنځته شوي خو بيا هم ترانزيټي ستونزې او نړيوالو مارکېټونو ته د لارو نه درلودل د دې لړۍ پر وړاندې خنډونه دي.
د کندهار د وچې مېوې یو سوداګر حاجي حیات الله پژواک اژانس ته وویل، له بهرنیو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانیستل د صادراتو په برخه کې لوی پرمختګ دی خو په دې شرط چې الوتنې منظمې وي او ځنډ په کې را نه شي.
ده وویل، باغ لرونکي او سوداګر ټول د دغې لړۍ د دوام او پراختیا په هیله دي او په دې تمه دي چې اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم د هوا له لارې صادرات پيل شي چې د افغانستان د مېوې لپاره تر ټولو ښه مارکېټونه دي.
خو دی ټینګار کوي، د دې تر څنګ دې حکومت د ځمکنیو لارو پر پرانیستلو ډېر کار وکړي چې افغانستان د نړۍ له مارکېټونو سره ونښلوي.
د ده په خبره، له پخوا راهیسې له کندهاره بهر ته د مېوې صادرات په پخوانۍ دودیزه بڼه کېږي، خو که افغانستان د نړۍ له مارکېټونو سره ونښلول شي نو بهر ته به د مېوو صادرات معیاري او سټنډرډ بڼه خپله کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










