منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي له څو بعدي فقر سره مخ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۸): د احصائيې او معلوماتو ملي اداره وايي، د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي له څو بېلابېلو اړخونو فقير دي او د څو بُعدي فقر کچه بادغيس کې تر ټولو لوړه او کابل کې تر ټولو ټيټه ده.

د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې نن "په افغانستان کې "د څو بُعدي فقر شاخص" تحليلي راپور خپور کړ.    

د يادې ادارې مشر احمد جاوېد رسولي نن د راپور د خپرولو په غونډه کې وويل چې دغې ادارې د " افغانستان کې د ژوند وضعيت"  سروې چې په ١٣٩٥  کال کې ترسره او په ١٣٩٦ کې خپره شوې تحليل او تجزيه کړې ده. 

دى وايي د "څو بُعدي فقر شاخص" تحليلي راپور د روغتيا، زده کړو، د ژوند وضعيت، کار او  ( توليد، عايد او امنيت)  باندې څرخي او دغه په ټوله کې ١٨ شاخصونه لري.

 د هغه په وينا، غذايي مصوونيت، له ماهرو روغتيايي کارکوونکو سره ولادت، په ښوونځي کې شموليت، د نجونو تعليم، د هلکانو تعليم، اوبو ته لاسرسى، د چټلو اوبو د لرې کولو امکانات،  برېښنا، د سون توکو، د اوسېدو ځاى، د شتمنۍ او کرنې مالکيت، د نورو له تړاو نه خلاصون، کار، لږ کار، په زده کړو او کار کې ونډه، توليد، عايد او امنيت ١٨ شاخصونه دي.

د ده په وينا، که چېرې يو کس په يو وخت کې د يادو ١٨ شاخصونو ۴۰ سلنې ته لاسرسى ونه لري، نو دغه شخص " څو بعدي فقير" بلل کېږي.

راپور ښيي چې ٨٩ سلنه کوچيان، ٦١ سلنه کليوال او ١٨ سلنه ښاريان له دا ډول فقر سره مخ دي.

دغه راز په راپور کې ر اغلي چې د دغه ډول فقر تر ټولو ټيټه (١٢سلنه) کچه کابل کې ده او تر ټولو لوړه کچه (٨١سلنه) په بادغيس کې ده.

سرچينه زياتوي چې له يادو څو بُعدي فقيرانو څخه ٥٨ سلنه ماشومان دي.

سوېلي اسيا کې د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) مشرې جيين ګاف (Jaen Gough)  په نننۍ ناسته کې وويل د ياد راپور د موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې هغه ماشومان چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو کم دي ډېر بېوزلي دي او دغه بېوزلي د دوی په راتلونکي ژوند مستقيم اغېز لري.

هغې زياته کړه:"دا ډېره دردونکې خبره ده چې د څو بُعدي فقيرانو په لېست کې ۵۸ سلنه هغه کسان دي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو لږ دي."

د دې په وينا، د ياد راپور پربنسټ اړينه ده چې د ماشومانو د ژوند د ښه والي په موخه د هېواد راتلونکې ته  هر اړخيزه پاملرنه وشي او نړيوال هم دغې برخې ته پام وکړي.   

د اقتصاد وزير مصطفی مستور وايي، اړوندې ادارې کولاى شي ياد راپور ته په پام د فقر کچې د کوالي لپاره تګلارې جوړې کړي. 

دي وايي:"موږ کولای شو يادو شاخصونو او د ولايتونو ستونزو ته په پام، د کلنۍ بودجې طرحه  داسې جوړ کړو چې ستونزې ورسره راټيټې او عدالت تامين شي."

د هغه په وينا، د نړۍ د ١٩١ هېوادونو په منځ کې ٢٠ نور هېوادونه   تر افغانستان ډېر فقير دي.

د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزير فيض الله ذکي هم  وويل :"د فقر د کچې ټيټوالى له کاري فرصت سره مستقيمه اړيکه لري، دا ر اپور موږ ته راښيي چې په کوم ځای کې څنګه پانګونه وکړو، تر څو دفقر کچه راټيټه کړو."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد