منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۸ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست مرکزي دارالمعلمین ته نوې ودانۍ جوړه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۲ وری ۹۸): د خوست مرکزي دارالمعلمين لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ چې د خوست ښار لوېديځ لور ته اداري کمپلکس ته څېرمه موقعيت لري، په دوو پوړونو کې په اساسي او مجهز ډول جوړه شوې.

د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان وايي چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت د پراختيايي بودجې له لوري شاوخوا شل ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ودانۍ چې ۱۸ درسي او اداري خونې، منظم کمپيوټر لېب، لابراتوار او نور اړين ملحقات لري، په پرانيستل کېدو سره يې د دغه تعليمي مرکز د سرپناه ستونزه هواره شوه.

دى زياتوي: ((ددې وروسته د خوست د پوهنې رياست هڅه دا ده چې په ولسواليو کې د ښوونکو د روزنې مرکزونو لپاره د ودانيو د تدارک په اړه خپلې هڅې جاري وساتو او د سرپنا ستونزه يې حل کړو)).

د دې تر څنګ د خوست مرکزي دارالمعلمين مشر حضرت الله کهيځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوولسو کلونو انتظار وروسته دوی د خپلې ودانۍ څښتنان شول.

هغه وايي، دا دومره موده دوی په يوه کرايي کور کې خپل فعاليتونه مخې ته وړل چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

ده زياته کړه: ((نن چې موږ ته کوم تعمير تسليم شو، انشاالله زموږ ټولې ستونزې ورسره حل کېږي او موجوده موږ کوم امکانات او محصلين چې لرو، د هغوی لپاره کافي دی، خو وروسته چې څومره محصلين جذبېږي هغه بيا بېله مسئله ده.))

هغه وویل چې د دغه پروګرام له لارې ښوونکي کولای شي په کور، دفتر او ښوونځي کې د تدریس مېتودونه زده او د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.

د خوست والي محمد حليم فدايي وويل، په ټولنه کې اساسي بدلون د ښوونکو په لاس کې دی؛ ځکه په ټولنه کې د اساسي تغیير د بنیاد ستنې همدا ښوونکي دي او له شته امکاناتو باید سالمه ګټه پورته شي او فردي ظرفیت لوړونې ته باید پاملرنه وشي.

په همدې حال کې د احمدالله په نوم د مرکزي دارالمعلمين يوه محصل پژواک اژانس ته وويل د دارالمعلمين پخوانۍ ودانۍ چې په کرايې نيول شوې وه، اصلاً د درس لپاره مناسبه نه وه.

هغه وايي، دا چې دوی بله چاره نه درلوده، نو اړ وو چې خپلې زده کړې په کې وکړي.

هغه وايي: ((په اولو وختونو کې موږ يو تعمير درلود چې په هغه کې زموږ ستونزې نه حل کېدې، وروسته يې بيا بل تعمير هم په کرايه ونيو، هغه هم معياري نه و، نو اوس الحمدالله زموږ دغه ستونزې په حل کېدو دي.))

د خوست د پوهنې رياست مسوولينو په وينا چې دا مهال د دوی شپېته سلنه ښوونیز مرکزونه له سرپناه بې برخې دي او هڅه يې دا ده چې روان کال ګڼو دولتي ښوونځيو او انسټيټيوټونو ته د ودانۍ جوړولو زمينه برابره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه