خوست ښار (پژواک، ۱۴ وری ۹۸): د خوست ولايت مقام له خوا په دغه ولايت کې د خبريال په نوم يو سړک ونومول شو.
د خبريال په نوم دغه نوی نومول شوی سړک د خوست ښار لوېديځ لور ته د پروژې باغ په منځ کې تېر شوی چې حلقوي سړک او د خوست- ګردېز لويه لار يې سره وصل کړي دي.
خبريالان که څه هم په دغه کار خوښي څرګندوي خو وايي چې په اوسنيو شرايطو کې د هغوی مصئونيت تر هر څه ډېر مهم دی او په دې برخه کې له چارواکو د پاملرنې غوښتنه کوي.
په دغه ولايت کې د انعکاس ټلوېزيون خبريال سيف الله ظاهر له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې یاد اقدام پر ځای بولي، خو وايي که حکومت په رښتيا له خبريالانو سره خواخوږي ښيي، نو تر هر څه د مخه دې د دوی مصئونيت ته پام وکړي او همدا ډول دې له خبريالانو سره د شوي تاوتريخوالي په تړاو ثبت شوې قضيې وڅېړي.
هغه زياته کړه: ((د دولت دغه اقدام خبريالانو ته يوه مثبته روحيه ورکوي، خو اصلي موضوع د مصئونيت ده چې خبريالان ځان مصئون نه ګڼي، که څه هم په دې وروستيو کې ويل کېږي چې د خبريالانو غوښتنو ته به لاسرسی کېږي، خو تر اوسه څه نه ترسترګو کېږي.))
د بخته جان بختيار په نوم بل خبريال بيا پژواک اژانس ته وويل چې د امنيتي ستونزو تر څنګ بله لويه ستونزه چې د دغه ولايت خبريالان ورسره مخ دي، هغه پر وخت معلوماتو ته نه لاسرسی دی.
هغه زياتوي: ((هر ګام چې د خبريالانو د خونديتوب په اړه اخیستل کېږي، موږ يې هرکلی کوو، خو يواځې په دې نه ارزي چې د دوی په نوم دې يو واټ ونومول شي، اصلي موضوع دا ده چې د خبريالانو د کاري ساحې پر وړاندې پرتې ستونزې دې له منځه يووړل شي.))
په ورته وخت کې د خوست والي محمد حليم فدايي د خبريالانو د ملي ورځې د نمانځنې پر مهال ويلي وو چې ولايتي اداره او په دغه ولايت کې مېشت امنيتي او کشفي ارګانونه ژمن دي چې په ټول توان او طاقت سره به د خبريالانو د ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
هغه نن د دغه سړک د نومونې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې اساسي موخه يې له دې څخه د بيان ازادي او د خبريالانو مصئونيت ته ژمنتيا ده.
ده زياته کړه: ((نن موږ د خبريال په نوم يو سړک ونوماوه، د دې سړک د نومونې پرېکړه د کب په ۲۷مه د يو کمېسيون له لوري تاييد او نن مو د هغې نومونې لوحه نصب کړه. د دې اساسي پيغام دا دی چې حکومت د بيان ازادي او خبريالانو مصئونيت ته ژمن دی.))
په همدې حال کې د ماشومانو هغه روزنتون چې يتيم او بې وزله زده کوونکي په کې زده کړې کوي، دغه ولايت کې ژمن په نوم د يوه خصوصي ټلوېزيون د وژل شوي خبريال سلطان محمود خيرخواه په نوم ونومول شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










