ژبه

د کندهار او هرات ښاروالیو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو تړون لاسلیک شو

کندهار (پژواک، ۱۵ وری ۹۸): د کندهار او هرات ښاروالیو ترمنځ د کلتوري، اقتصادي، تجارتي، بیارغونې او ټولنیزو همکاریو او تجربو شریکولو دوه اړخیز هوکړه لیک لاسليک شو.

په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره له کابله د جمهوري ریاست چارو د ادارې مرستیال خان ولي خان بشرمل، د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو معين عبدالباقي پوپل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين رسول باوري، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معين اجمل عبدالرحيمزی او د ښار، کور جوړولو او ځمکو وزارت معين انجنير روښان ولسمل کندهار ته سفر کړی و.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د راغلي پلاوي تر څنګ د کندهار والي حیات الله حیات، د ولایت دواړو مرستیالانو، د کندهار سرپرست ښاروال، د هرات ولایت مرستیال، ښاروال او نورو چارواکو ګډون کړی و.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، په نړۍ کې د هغو ښارونو، ولایتونو او هېوادونو ترمنځ د همکاریو تړونونه معمول دي چې په بېلابېلو برخو کې یو شان ځانګړنې ولري.

هغه زیاته کړه، کندهار او هرات د هېواد هغه دوه ولایتونه دي چې په تجارتي، اقتصادي، فرهنګي، تاریخي او د ټوریزم په برخو کې ورته والی لري او په یوه ترانزیټي لار پراته دي.

د دې تر څنګ نوموړي د ټاپي نل لیکه، نوري فایبر، برېښنا او د ریل پټلۍ هغه لویې پروژې یادې کړې چې دغه دوه ولایتونه به نور هم سره ونښلوي.

د ده په خبره، د دواړو ولایتونو د ښاروالیو تر منځ شوی تړون به د دغو دوو ولایتونو تر منځ د تجربو په شریکولو او نورو اړینو برخو کې د ګډۍ همکارۍ او په چارو کې پراختیا ته زمینه برابره کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مرستیال خان ولي خان بشرمل وويل، د ولسمشر په ځانګړو هڅو افغانستان د ورېښمو او لاجورد لارو، چابهار بندر او له چین سره د هوايي کورېډور په مرسته غربي او جنوبي هېوادونه، منځنۍ او غربي اسیا سره ونښلول شول.

هغه زیاته کړه، دغه وصل افغانستان په ستراتيژیک او سیسټماتيک ډول ثبات ته رسوي او په نژدې کلونو کې به افغانستان د سیمې په څلور لارې بدل کړي چې کندهار او هرات ولایتونه په کې ځانګړی ولري.

د ښارواليو چارو معين عبدالباقي پوپل وویل، ولسمشر سږ کندهار ښاروالۍ ته ۵۰ میلیونه ډالر پرمختیايي بودجه ځانګړې کړې ده او دغه راز یې د کارموندنې په برخه کې د راتلونکو ۴ کلونو لپاره ۳۰ میلیونه ډالر نور ځانګړي کړي چې پر مټ به یې یوازې سږ کال ۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصاد او تجارت وزارت معين اجمل عبدالرحيمزي وويل چې ولسمشر د خپلو پیاوړو اقتصادي طرحو پر بنسټ افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې وارداتي افغانستان پر صادراتي هغه بدل کړ.

ده زیاته کړه، حکومت په دې وروستیو کلونو کې په ځينو مهمو تجارتي هېوادونو کې تجارتي اتشې په کار ګومارلې چې پانګه والو ته یې په ګڼو برخو کې اسانتياوې برابرې کړې دي.

login or register a new account.