منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۸ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل ښار ځینې ښوونځي لومړني امکانات هم نه لري

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۸وری ۹۸): سره له دې چې پوهنې وزارت له وروستیو دوه لسیزو راهيسې د ښوونځیو د ودانولو او بیارغونې په برخه کې زیاتې پیسې لګولې خو په کابل ښار کې لاهم ځینې ښوونځي لومړني امکانات نه لري.

د پژواک خبري اژانس خبریال د کابل ښار څلوارلسمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیې ځینو ښوونځیو ته ورغلی او معلومات یې ترلاسه کړي چې دا ښوونځي مناسب درسي چاپېریال نه لري او زده کوونکي د درسي کتابونو، معیاري درسي خونو، مېزونو او څوکیو، د څښاک پاکو اوبو، ښوونځيو د احاطوي دېوالونو او ورزشي لوبغالو له نشتونه او کمښت ځورېږي.

د پژواک خبري ډلې له محمد انور بسمل، خواجه بغرا نمبر(۱)، ذاکرین او استاد مصباح ښوونځیو ليدنه کړې او دې ته ورته شکایتونه د کابل ښار د نورو ناحیو په ځینو ښوونځیو کې هم شته دي.

د یادو ښوونځیو له ډلې یو د محمد انوربسمل هلکانو ښوونځی دی چې د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د خیرخانې په سيمه کې موقعیت لري، د یاد ښوونځي زده کوونکي د درسي خونو د کمښت له امله د ښوونځي په انګړ له مېزونو او څوکیو پرته په داسې زړو کانټینرونو کې چې چتونه یې سوري دي په پلاستيکي فرش کښیني او درس لولي.

د دغه ښوونځي یوه زده کوونکي محمدسهیل چې په يوه کانټینر کې پر پلاستيکي فرش ناست او زده کړې کوي وویل: ((په کانټینرونو کې زده کړې کوو، په ژمي کې له سړې او اوړي کې له تودې هوا او هره ورځ پرلتۍ وهلو څخه چې د پښو تکیف یې راته پیدا کړی څخه په تنګ یوو.))

د یادې لېسې یوې ښوونکې بلقیس رحيمي پژواک ته وویل: ((په کانټینري درسي خونو کې تدریس د زغملو نه دی او د هوا په ګرمېدو په کانټینر کې اوسېدل له وسه وتلې خبر ده او د باران په ورځو اړ کېږو چې زده کوونکي له څڅوبي د خلاصون لپاره رخصت کړو.))

د رحیمي په خبره، د معیاري درسي خونو د نشتون او کمو امکاناتو له امله زده کوونکي له درسونو وروسته پاتې دي.

په ورته وخت کې د دغه ښوونځي په اصلي ودانۍ کې، په کافي اندازه د مېزونو او څوکیو د نشتون له امله، څو تنه زده کوونکي په ګډه له یوه مېز او څوکۍ څخه استفاده کوي.

د زرمت په نوم د محمد انور بسمل ښوونځي بل زده کوونکي وویل: ((سره له دې چې ځای مو تنګ دی او په یوه دوه کسيزه څوکۍ کې څلور کسان کښېنو؛ درسي کتابونه هم نه لرو او له دغه وضعیت څخه په تنګ شوي یوو.))

د محمد انور بسمل لېسې مدیر بهادر دهپور پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ښوونځی چې ۲۴ درسي خونې لري او ۱۲ کاله وړاندې جوړ شوی، دا مهال څه باندې ۸۰۰۰ زده کوونکي لري، خو د درسي خونو د کمښت له امله مو د ښوونځي په انګړ کې ۱۳ کانټینرونه ايښي او نورې درسي خونې مو پکې فعاله کړې دي.

هغه وویل: ((په ښوونځي کې د زده کوونکو د ګڼې ګوڼې له امله مو څو ځله وړاندیز وکړ چې ښوونځي ته مخامخ ځمکه شاړه او تشه له ښوونځي سره یوځای کړي او شاوخوا يې دېوال جوړ شي؛ خو چا مو غږ وانه ورېد.))

دهپور یادونه وکړه چې د معیاري درسي خونو، درسي تختو، مېزونو او څوکیو نشتون د زده کوونکو پر ذهن او روان ناوړه اغېز لري او هغوی نه شي کولی په سمه توګه درسونه زده کړي.

د خواجه بغرا نمبر(۱) ښوونځی وضعیت چې د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سيمه کې په یوه زړه حویلۍ کې موقعیت لري د محمد انور بسمل له ښوونځي څخه ډېر خراب دی، د ۲۴۰۰ زده کوونکو تدريسي چارې د ۷۵ ښوونکو لخوا په ۲۳ غیرمعیاري درسي خونو کې پر مخ وړل کېږي.

 د دغه ښوونځي په درسي خونو کې په داسې حال کې له ۴۰ تر ۵۰ زده کوونکي زده کړې کوي چې د ۲۰ زده کوونکو د درسي چارو د ترسره کېدو وړتیا لري، دروازې نه لري او دېوالونه یې نمجن دي، زده کوونکي له مېزونو او څوکیو پرته، له خاورو پر ډکو فرشونو درس لولي.

د خواجه بغرا نمبر(۱) ښوونځي امر عبدالولید واحد وویل چې دا ښوونځی نږدې ۳۴ کاله مخکې جوړ شوی او له تېرو اوو کلنو راهيسې یې هره میاشت ۴۳ زره افغانۍ کرایه ورکوي.

نوموړي وویل، د ښوونځي د زده کوونکو له ستوزنو څخه تعلیمي حوزه هم خبر لري او د دې ستونزې د هوارۍ لپاره یې څو ځله د ښار معارف ریاست او وزارت ته خبر ورکړی؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.

هغه زیاته کړه: ((درسي خونې کوچنۍ دي، د مېزونو او څوکیو اېښودو وړتیا نه لري، زموږ د زده کوونکو شمېر زیات دی، ټول یې نه ځایږي.))

د خواجه بغرا نمبر(۱) لېسې د لسم ټولګي زده کونکي نورالله پژواک ته وویل: ((د هېڅ ښوونځي درسې خونې زموږ د ښوونځي په څېر نه دي؛ درسي خونې مو کړکۍ، مېزونه او څوکۍ نه لري، په داسې وضعیت کې خورا زړه تنګي کېږو؛ خو هېڅوک مو غږ نه اوري، په فرش د ناستې له امله مو د بدن غړي شخېږي، استاد هم د ولاړېدو اجازه نه راکوي.))

د یادې ليسې تدریسې مرستایلې فهیمې لودین وویل: ((په داسې حال کې چې کابل کې ځيني ښوونځي په کرايې ودانیو کې فعالیت کوي او هېڅ راز امکانات نه لري، ولسمشر په روان کال کې د ۲۷۰۰ ښوونځیو د جوړولو ژمنه کوي زما په نظر ښه دا ده چې لومړی د کابل ولایت د ښوونځیو اړتیاوې پوره شي.))

ولسمشرمحمد اشرف غني د روان کال د وري په ۵مه د ښوونځي ذ زنګ د وهلو پر مهال په ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې د ۲۷۰۰ نوو ښوونځیو د جوړولو خبر ورکړ.

لودین زیاته کړه: ((دا مرکز دی، چې د کابل په مرکز کې یو ښوونځی دا حالت ولري نو په ولایتونو کې به څه ډول وي؟ موږ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لرو، د کتابونو له کمښت سره مخ یو، د تفرېح لپاره ځای نه لرو، کله چې باران ورېږي د ټولګیو وضعیت مو خرابېږي او زده کوونکي د باران تر څڅوبي لاندې پاتې کېږي او د تالار د نشتون له امله، ډیری مهال خپلې غونډې په جوماتونو کې جوړوي.))

هغه زیاته کړه : ((اوونۍ کې یوه ورځ د اوبو ټانکر راځي، په یوه اوونۍ کې ۲۴۰۰ زده کوونکو ته یو بېلر اوبه ورکوي، هیله ده چې زموږ غږ د پوهنې وزارت او ولسمشر تر غوږونو ورسول شي.))

په ورته وخت کې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند د ذاکرین ښارګوټي عالي لېسه هم د درسي خونو له کمښت سره مخ ده چې نږدې ۱۲ کانټینرونو کې درسي چارې پر مخ وړي.

د دې ليسې ښځينه زده کوونکي، سربېره له دې چې د درسي کتابونو، معیاري درسي خونو او ورزشي میدان له نشتون څخه کړېږي،  په پلاستيکي فرشونو د ناستې له امله یې پښې او ملا درد کوي.

د یادې لېسې امر عبدالمجید سکندری، پژواک خبری اژانس ته وویل چې دا ښوونځی  په ۱۳۸۸ کال کې جوړ شوی او څه باندې ۵۰۰۰ زده کوونکي لري خو تر اوسه د هغوی د اړتیاو پوره کولو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه: ((موږ د څښاک اوبو پایپ د استوګنې له کورونو ښوونځي ته غځولی او لګښت یې موږ خپله ورکوو، په درسي خونو کې زده کوونکي په پلاستيکي فرشونو کښېني او ډیری زده کوونکي درسي کتابونو ته لاس رسی نه لري.))

د یادې لېسې د درېیم ټولګې زده کونکې نوریې په داسې حال کې چې په یوه وړه خونه کې له خپلو ټولګیوالو سره پر پلاستيکي فرش ناسته وه، پژواک ته وویل: ((زموږ د ټولګي کړکۍ کوڅې لور ته پرانیستې وي، خلک مو ټولګې ته ډبرې او خښتې راغورځوي.))

هغې، له چارواکو غوښتنه وکړه چې د زده کوونکو لپاره دې د معیاري درس خونو د چمتوکولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د دې ترڅنګ د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د تایمني پروژه کې د مصباح په نوم لېسه هم د احاطې دېوالونه نه لري.

دا ښوونځی چې له بهر څخه د نورو ښونځیو په نسبت ښه ښکاري، پراخه ساحه او دوه پوړیزه ودانۍ یې له لرې تر سترګو کېږي؛ خو د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري او د کتابونو د کمښت ستونزه هم په کې شتون لري.

د استاد مصباح لېسې مدیرې لیلما قدیري وویل، دا لېسه کابو ۱۳ کاله مخکې جوړه شوې او اوس مهال ۴۵۰۰ زده کوونکي لري او د ۱۴۰ ښوونکو لخوا تدریسي چارې پرمخ وړل کېږي.

هغې وویل: ((دا ښوونځی سره له دې چې د درسي کتابونو او پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی، د احاطې دېوالونه هم نه لري او زورواکو د دغه ښوونځي له ۹ جرېبه ځمکې، پنځه جرېبه غصب کړې ده.))

نوموړې ادعا وکړه چې تېرکال د احاطې دېوال د نشتون له امله، یوه ډله کوڅه ډبي ښوونځي ته د ننه شول او یو زده کوونکی یې د چاقو په وسیله وواژه او وتښتېدل.

په ورته مهال د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت تایید کړه چې د هېواد په تعليمي نظام کې ستونزې شته دي خو ویې ویل، د یادو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

نوموړې زیاته کړه، د ودانیو د نشتون له امله همدا اوس د ځینو ښوونځیو تدريسې چارې په کرایي کورونو کې پرمخ وړل کېږي.

هغې وویل: ((د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزې د حل لپاره د شپږ زرو ودانیو جوړول په پام کې نیول شوي دي چې د ولسمشر له ژمنې سره سم به، سږکال ۲۷۰۰ ودانۍ جوړې او د پوهنې وزارت په واک کې به ورکړل شي.))

نزهت یادونه وکړه چې د پوهنې لسیزې پیل ته په کتو په مرکز او ولایتونو کې نږدې دوه زرو هغه ښوونځیو ته چې چت نه لري، ودانۍ، کړکۍ، دروازې او د اوبو څاګانې د نړیوال بانک له مرستو څخه ترلاس لاندې نیولي دي.

هغې په ډاګه کړه چې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د حل لپاره به ۵۰ میلیونه کتابونه چاپ او ووېشل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه