منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۹ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار پوهنتون او شلو رياستونو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د ننګرهار پوهنتون او د دغه ولايت د شلو سکتوري ادارو ترمنځ د همکارۍ دوه اړخيز هوکړه ليکونه لاسليک شول .

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ادارو د کرنې، کانال، چاپېريال ساتنې، د کليو پراختيا، اطلاعاتو او کلتور، راډيو ټلوېزيون، مخابراتو، اقتصاد، ټولګټو چارو، ښار جوړونې، سوداګرۍ، ګمرک، مستوفيت، اوبو رسونې، برېښنا، کار او ټولنيزو چارو، حج او اوقافو، ښځو چارو او کانونو اوصنايعو رياستونه او ادارې شامل دي.

هغه زياته کړه چې د دې دوه اړخيزو همکاريو هوکړه ليکونو له مخې به د ننګرهار پوهنتون او سکتوري ادارو له شته امکاناتو د‌ همکارۍ پر بنسټ په ګډه ګټه واخيستل شي.

د خوږياڼي په وينا، دغه راز پوهنتون رياست به د عملي زده کړو په موخه يادو ادارو ته ورپېژندل کېږي، همدا راز ياد رياستونه کولای شي د پوهنتون له امکاناتو ګټه واخلي .

د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکتر يحيى فهيم د دغو تړونونو د لاسليکولو پر مهال له والي شاه محمود مياخېل څخه مننه وکړه چې په همغږۍ يې دغه تړونونه لاسليک شول.

هغه ټولو اړوندو ادارو ته د علمي مرستو په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ولایت مقام دسکتوري خدمتونو رييس فضل ربي هميم هم له ټولو ادارو څخه مننه وکړه چې د ننګرهار پوهنتون د وړتیا لوړولو او د پوهنتون له علمي امکاناتو د ګټې اخیستنې په موخه يې د همکارۍ پرېکړې وکړې .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه