جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۸): د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ يو شمېر ماشومان لا هم ددوی په سيمه کې د ښوونځي د نه شتوالي له امله د ډيورنډ له کرښې اوړي او د پاکستاني نظام تر واک لاندې سيمو کې زده کړې کوي.
دوی له خپل تاريخ څخه بې خبره په پردۍ ژبه د پردي تاريخ زده کړې کوي او غوښتنه يې دا ده چې سيمه کې يې معياري ښوونځی جوړ شي.
خو د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دغې سيمې د اوسېدونکو د ستونزو ارزونه يې کړې او ډېر ژر به په صفري نقطه کې د يو معياري ښوونځي په جوړېدو سره دغو زده کوونکو ته په خپله سيمه کې د زده کړو زمينه برابره کړي.
دغه زده کوونکي د هېواد د نورو سيمو د زده کوونکو خلاف نارنجي رنګه لباسونه اغوندي او هره ورځ ساعتونه ساعتونه ښوونځي ته د تګ لپاره مزل کوي.
فتح الله د کرښې هغه غاړه د اردو ژبې په يوه ښوونځي کې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی. دی وايي چې د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکى دی او د کرښې هغې غاړې ته د زده کړو لپاره ځي.
عبدالحق هم د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکى دی. هلته له کرښې پورې غاړې ته په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي، هغه وايي، له خپل تاريخ څخه نا خبره دی او په اردو ژبه د پاکستاني تاريخ زده کړه کوي.
نوموړی وايي، که ورته په خپله ژبه خپله سيمه کې د زده کړو زمينه برابره نه شي؛ نو هېڅ به له خپل تاريخ څخه خبر ونه لري او په خپله ژبه باندې به پوه هم نه شي.
د نويد الله په نوم يو بل زده کوونکی وايي، سيمه کې يې يو ښوونځی شته چې هغه هم نه مسلکي استادان لري، نه ودانۍ، نه هم نور تدريسي وسايل او ډېر کله په کې کتابونه هم نه وي ؛ نو ځکه خو له کرښې هاخوا د زده کړو لپاره ځي.
د سيمې يو قومي مشر حاجي ولايت خان هم وايي چې د دوی په سيمه کې د مسلکي ښوونکو او معياري ښوونځيو نه شتون له امله ډېر زده کوونکي د کرښې د هغې غاړې ښوونځيو ته د زده کړو لپاره ځي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې هلته په سيمه کې يو ښوونځی جوړ شوی او يو بل تر کار لاندې دی.
دپوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل،له ډيورنډکرښې څخه هغه خوا د زده کوونکو اوښتو لويه ستونزه داده چې هلته د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکي کاروبار لري؛ نو خپل اولادونه له ځانه سره بيايي نيمه ورځ پرې زده کړې کوي او نيمه ورځ پرې همالته کار کوي.
دی وايي، د ستونزې د حل لپاره يو ښوونځی جوړ شوی او يو بل تر کار لاندې دی چې هغه په صفري نقطه کې او د هغو زده کوونکو ستونزه به هم حل کړي چې د کورنۍ مشران يې له کرښې هغه خوا کاروبار لري.
هغه زياته کړه، پر دې سربېره يوه پلاوي د دغو زده کوونکو او د هغوى د کورنيو غړيو نظرونه او ستونزې اورېدلي او هغه غوښتنې چې زده کوونکي يې لري ټولو ته به پاملرنه وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










