جلال اباد(پژواک، ۲۵ وری ۹۸): د ننګرهار سيکانو خپله سږنۍ د ويساک مېله نږدې کال وړاندې د دوی په مشرانو د ځانمرګي بريد له امله کم رنګه ونمانځله .
ويساک يا د سيکانو اختر چې دا يې۳۲۱مه کاليزه ده، سيکان يې هر کال په همدې ورځو شپو کې نمانځي خو سږکال دا مراسم ډېر کم رنګه و.
دوی به د خپل دغه اختر په لومړۍ ورځ د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ سلطانپور سيمې ته تلل او هلته به يې د خپلو مذهبي چينو مخته د نورو مراسمو سربېره په هغه کې ځانونه هم مينځل.
خو سږکال دوی له خپل مرکزي درمسال چې جلال اباد ښار کې دی بلخوا ولاړل نه چې لوی لامل يې نا امني او تېر کال د دوی پر مشرانو باندې ځانمرګی بريد و چې له امله يې ۱۶ سيکان وژل شوي وو او ۷ نور يې ټپیان کړي و.
د ننګرهار د سيکانو وياند او مذهبي مشر اقبال سېنګهـ وايي، د ويساک سږنۍ مېله يې ځکه کم رنګه ده چې څه مشران يې تېر کال په بريد کې ووژل شول او څه يې له هېواده کډوال شوي دي.
دی وايي، دوی د خپلو مشرانو په ماتم سږکال هېڅ د خوښۍ مراسم نه دي چمتو کړي او يوازې يې د يوې مذهبي ورځې په توګه ونماځله.
سېکانو پر وسله والو ډلو غږ وکړ چې نور دې له جګړو لاس واخلي او د سولې په ټغر دې له ټولو افغانانو سره يوځای کېني.
د دوی له ډلې ګوربجېت سېنګهـ وويل، په سوله کې د ټولو افغانانو خير دی، هر څوک به په ارامۍ کې ژوند وکړي او هېواد به هم پرمختګ وکړي.
دی زياتوي: ((موږ له وسله والو مخالفينو غواړو چې دوی هم لکه د نورو افغانانو د سولې مشورتي لويه جرګه کې برخه واخلي، دوی زموږ وروڼه دي او بايد بېرته سره په ورورولۍ ژوند وکړو.))
په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم وايي، چې افغان سيکان په تېرو څلورو لسيزو کې زيات ځپل شوي، ډېرې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوي او ځمکې يې دلته د زورواکو له لوري غصب شوې دي.
هغه هيله وښوده چې ننګرهار کې د امنيت د ټينګښت لپاره د ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پيل شوې هلې ځلې به د دې سبب شي چې راتلونکي کې يو ځل بيا ننګرهار د سولې کور او د سيکانو په ګډون به ورته ډېر هېوادوال د مېلو په خاطر راځي.
د يادولو ده چې تېر ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په لسمه د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې هغه مهال د اهل هنودو او سيکانو په موټرو ځانمرګی بريد وشو، چې دوی ولسمشر سره د ليدنې لپاره د ولايت مقام ته ورتلل.
په دغه بريد کې د ۱۶ سيکانو په ګډون ۱۹ کسان ووژل شول او د ۷ سيکانو په ګډون ۲۱ تنه نور ټپيان شول.
د دغه بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى و .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










