منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نا امنیو او کلتوري محدودیتونو اروزګان کې د سیمه ییزو سندرغاړو ژوند اغېزمن کړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ۲۴ وری ۹۸): د اروزګان ولايت سيمه ييزو سندر غاړي وايي چې نا امنۍ او کلتوري محدوديتونه يې پر وړاندې خنډ دي، له همدې امله نه شي کولی چې سندرې ووايي او محفلونو ته ولاړ شي.

که څه هم په دغه ولايت کې د ګوتو په شمېر محلي سندر غاړي وو، خو د يادو ستونزو له امله يې يو شمېر اوس سندرې ويل پرېيښي او نورې دندې يې پيل کړې دي.

د ترينکوټ ښار اړوند د تالانې سيمې اوسېدونکی محمد سليم اروزګانی چې له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې سندرې وايي، زياتوي چې کلتوري محدوديتونه او په ځانګړې توګه د وروستيو درېيو کلونو جګړو يې چارې ټکنۍ کړې او له  ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د هغوی کاري ساحه اوس يوازې د مرکز ترينکوټ ښار پورې محدوده شوې او نه شي کولى له ښاره بهر او ولسواليو ته ولاړ شي.

د اروزګاني په وينا، له دې مخکې به ولسواليو او لرو پرتو سيمو ته تلل او په محفلونو کې به يې ګډون کاوه، خو دا چې اوس نا امني زياته شوې، نو دغه کار نه شي کولى.

ده زياته کړه: ((پخوا به چې هر چېرې خلکو  ودونو، کوزدو او نورو خوښيو پروګرامونو ته وبلل شول، ورتلل او د کورنۍ اقتصاد مو ورسره روان و، خو اوس له اقتصادي ستونزو سره هم مخ يو.))

نوموړى وايي چې په تېرو ١٥ کلونو کې يې تر درې زرو زياتې سندرې ويلې او په لسګونو سيمه ييزو محفلونو او پروګرامونو کې يې ګډون کړى، خو دا چې اوس نه شي تللى، له ناچارۍ به سندرې ويل پرېږدي او بله دنده به پيدا کړي.

اروزګاني د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ پر رياست او امنيتي مسوولينو نيوکه وکړه چې د دوى ستونزو ته پاملرنه نه کوي.

د دغه ولايت يو بل  سيمه ييز سندرغاړى غلام جيلاني ويسا بيا د همدې ستونزو له امله له تېرو شپږو مياشتو راهيسې محفلونو او پروګرامونو ته نه دی تللی.

هغه چې اوس په ترينکوټ ښار کې زرنج چلوي، پژواک اژانس ته وويل، پنځه کاله مخکې يې سندرې ويل پيل کړل، خو د کورنۍ د غړو خپلوانو او کليوالو له سخت غبرګون سره مخ شو.

نوموړى وايي، کله چې يې سندرې ويل پيل کړل، کورنۍ يې له ځانه جلا او يوازې پرېښود او خپلوانو يې بيا اړيکې ورسره پرې کړې.

جيلاني زياتوي، کله چې به یې د ودونو په محفلونو کې ګډون کاوه، نو ځينو ګډونوالو ته به ورته سپکې سپورې هم ويلې او که چېرې يې د هغوى په خوښه سندرې نه ويل، نو پروګرام يې ورته ګډوډاوه.

د هغه په وينا، نه يوازې دغه ستونزې د هغوی پر وړاندې خنډ وې، بلکې په دې وروستيو کې نا امنۍ هم د هغوی چارې ټکنۍ کړې چې له امله يې د سندرو  ويل يې پرېښي دي.

د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین هم دغلته امنيتي ګواښونه مني او په دې برخه کې د سيمه ييزو سندرغاړو اندېښنې پر ځای بولي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نورمحمد ابدالي پژواک ته وويل،  دوی هڅه کړې د سيمه ييزو سندر غاړو لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي او د لاس نيوي لارې چارې یې ولټوي، خو زياتوي، د مرکز له خوا هغوی ته په دې برخه کې ځانګړې بودجه نه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، نا امنيو او يو شمېر نورو ستونزو پر سندر غاړو کړۍ تنګه کړې او غوښتنه کوي چې امنيتي اداری دې په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري بيا د سيمه ييزو سندرغاړو د پوره امنیت ډاډ ورکوي.

هغه پژواک ته وويل، دوی په ټوله کې د سندرغاړو امنیت خوندي کوي او هغه ستونزې چې دا مهال د دوی پر وړاندې شته، د لرې کولو لپاره به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور