کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٨): د کابل ښار ديني عالمانو له لويې جرګې د ملاتړ تر څنګ له دولت او طالبانو وغوښتل چې د روژې په مياشت کې اوربند اعلان کړي.
د کابل لسګونو ديني عالمانو نن غونډه وکړه.
د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د علماوو مشر محمد ابراهیم بارکزي په دې غونډه کې وویل چې د لويې جرګې ګډونوال خلکو ټاکلي او دنده لري چې په دې جرګه له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه وکړي.
هغه وايي که د جرګې ګډونوال دغه کار وکړي، نو څرګنده به کړي چې په رښتيا د خلکو استازيتوب کوي؛ ځکه چې خلک اوربند غواړي.
ده وويل چې دولت له خوا د خالد په نوم او د طالبانو له خوا د الفتح په نوم عمليات د سولې لپاره خنډ دي او دواړه لوري که سوله غواړي نو بايد اوربند وکړي؛ ځکه چې د سولې لپاره لومړى شرط بايد اوربند وي.
بارکزی وايي، ځينی کسان د خپلو ګټو لپاره د سولې لپاره خنډونه جوړوي او دولت باید دغه کسان په نښه او لاسونه یې لنډ کړي.
دغه راز د کابل ښار د اوومې ناحیې د علماوو مشر ګل احمد صدیقی وویل چې ټول خلک د سولې تږي دي او افغانان د جګړې په دواړو خواوو کې خپل کدرونه له لاسه ورکوي.
دى پر سوله ټينګار کوي او زياتوي: "جنګ کې که ګټه وای موږ به په ۱۷ کلونو کې ترې ګټه پورته کړې وه."
login or register a new account.