جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۹۸): ننګرهار کې يو شمېر ديني عالمانو د سولې غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ هر څوک چې شريعت او ملت مني هغوی به سولې او د جګړې پای ته غاړه ږدي.
دوی دا څرګندونې د جمعيت اصلاح افغانستان له لوري د سولې په تړاو د ديني عالمانو جوړ شوي کنفرانس ته د وينا پرمهال وکړې.
سوله د شريعت او ملت غوښتنه علمي کنفرانس د غويي په ۹مه تر غرمې وروسته د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې جوړی شوی و.
دغه کنفرانس ته د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ديني عالمان راغوښتل شوي و چې په کابل کې پيل شوې د سولې مشورتي لويې جرګې پايلو ته يې هم هيله مندي وښوده.
په ننګرهار کې د جمعيت اصلاح د فرهنګي کمېټې مشر او د کنفرانس يوه تنظيموونکي محمد ګلاب توحيديار وويل، اوسمهال افغانان تر هر څه وړاندې سولې ته اړتيا لري؛ نو ځکه خو دوی د سولې راتګ لپاره د ديني عالمانو د نظرونو ټولولو لړۍ پيل کړې ده.
دی وايي، په اوس وخت کې اسلامي شريعت او ملت دواړه د سولې غوښتونکي دي.
دغه راز د غونډې يو بل وينا وال او ديني عالم مولوي نعيم جليلي غوښتنه وکړه چې د سولې په اجنډا او خبرو اترو کې هېڅ اړخ بايد خپلې شخصي ګټې په پام کې ونه نيسي او يوازې د ملت د ګټو لپاره د سولې مذاکرات وکړي.
هغه کابل کې جوړې شوې د سولې مشورتي لويې جرګې ته په اشارې وويل: ((که چېرې د سولې مشورتي جرګه کې تربګنۍ او خصومتونه رامنځته کېږي نو هېڅ پايله به ورنه کړي؛ خو زموږ تمه دا ده چې ښه نتيجه ورکړي.))
د غونډې يو بل ګډونوال او د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي نصير احمد نويدي وويل اسلام تر هر څه وړاندې په سوله ټينګار کوي او اوس چې هر څوک اسلامي شريعت او ملت مني؛ نو بايد سوله هم ومني.
د يادولو ده چې نن کابل کې د هيواد د ټولو ولايتونو د نږدې درې زره استازو په ګډون د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










